لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: په بجټ کې د ټېکسونو زيات بوج په عامو خلکو اچول شوی


د پاکستان مرکزي حکومت د کال 2022-23 د مالي کال په بجټ/ بوديجې کې مرکزي د ماليې/ ټېکس ادارې اېف بي ار ته د 7000اربه روپو نه زيات د ماليې هدف ورکړی دی کوم چې د تېر مالي کال 2021-22 په مقابله کې 20.1 فيصده زيات دی. د خزانې وزير ويلي چې دا ځل په قامي بجټ کې نېغ په نېغه په ماليه کې 391 اربه روپۍ سېوا کړی شوي دي. خو اقتصاد پوهان وايي زیات ټېکسونه په عامو خلکو لګول شوي دي.

د خزانې وزیر وزير مفتاح اسماعيل چې پرون د جمعې په ورځ [10 جون] قامي بجټ وړاندې کړی پکې يې د ماليې راټولو مرکزي ادارې اېف بي ار ته د زیات ټېکس يا ماليې راټولولو هدف ورکړی دی. په تېر مالي کال کې د ماليې هدف 5829 اربه روپۍ وو او د راتلونکي مالي کال 2022-23 د مالي کال په بجټ کې دغه هدف 7000 اربه روپو نه زيات ټاکل شوی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، دې ځل له د تېر بجټ نه د ټېکس په هدف کې 1175اربه روپۍ سېوا کړی شوي دي او په دې کې 784 اربه روپۍ بالواسطه ټېکسونه دي، لکه په کمپنيانو، او فېکټريانانو دا ټېکس سېوا کړی شوی او دا پېسې به عام خلک ورکوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، مونږ دا ويلی شو چې د 784 اربه روپو ټېکس په عامو خلکو لګول شوی دی، دغه شان چې عامو خلکو ته کوم رعايتونه ورکړی شوي وو 1500 اربه روپۍ، هغه رعايتونه د 800 اربه روپو پورې راکم کړی شوي نو دا به په عامو خلکو ټول 1500 اربه روپۍ بوج سېوا شي.

هغه وويل په ملک کې چې د وړاندې نه ګراني ده او په ځانګړي ډول د ګرانۍ نه عام خلک اغېزمن شوي د دې سره به نوره ګراني جوړه شي.

د پاکستان د قامي بجټ د شمېرو ترمخه په مجموعي توګه د ټېکس په ورکړی شوي د 7000 اربه روپو په هدف کې 2573 اربه روپۍ نېغ په نېغه ټېکسونه لګول شوي چې پکې په امدنۍ او ځمکو ماليه لګول شوې ده، او په دې ټېکسونو کې د تېر کال په مقابله کې د 391 اربه روپو اضافه شوې ده.

د دې ترڅنګ 4431 اربه روپۍ بلواسطه ټېکسونه لګول شوي او په دې کې د تېر قامي بجټ نه 784 اربه روپۍ زياتې کړی شوي دي، ورسره په قامي بجټ کې د پرچون په کاروبار کوونکي د 3000 نه 10000 روپو پورې فېکس يا ټاکل شوی ټېکس لګول شوی دی.

خو بل اړخ ته په قامي بجټ کې تنخا دارې طبقې او وړو کاروبار کوونکو ته په ټېکس کې مراعات ورکړی شوي، وړاندې به چې د تنخا دار نه په 50000 روپو ماليه اخستل کېده اوس به دا ټېکس د هغه چا نه اخستل کيږي چې تنخا يې د 100000 روپو نه سېوا وي دغه رنګ تېر چې به د کاروبار کوونکي تن نه په 400000 روپۍ ماليه اخستل کېده اوس به دغه ماليه په 600000 روپو اخستل کيږي.

دغه رنګ د ريټايرډ ملازمينو په پنشن مالیه د 10 فيصدو نه پينځه فيصدو ته راکمه کړی شوې ده او په زرعي پېداوار ټېکس ختم کړی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې د ماليې قانون پوهه عمران يونس اېډوکېټ وايي قامي بجټ سل په سله د عوامو په امېدونو پوره نه خيژي، یو خوا که حکومت د ټېکسونو هدف زيات کړی خو بل اړخ ته د مينځنۍ درجې په خلکو ټېکسونه راکم کړی شوي هم دي.

هغه وويل وړاندې به د کال په 600000 روپو باندې ټېکسونه اخستل کېده خو دا اوس 120000 روپو ته زيات کړی شوي دي.

د نوموړي په خبره تنخاګانې 15 فيصده زیاتې کړی شوي دي، د ځمکو په کاروبار يا پراپرټۍ ټېکس کې د وړاندې نه ټېکس ورکوونکو (فايلر) ته ټېکس د يو فيصد نه دوه فيصده ته زیات کړی شوی، او بل لور ته چې څوک د وړاندې نه د اېف بي ار سره رجسټرډ يا فايلر نه وو په هغو ټېکس پينځه فيصده سېوا کړی شوی دی، او دا ښه ګام دی چې خلک ټېکس ورکول شورو کړي.

د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل نن د خالي/ شنبې په ورځ ویلي، پاکستان دا وخت د ګڼ شمېر اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی او د حکومت لومړی هدف دا دی چې په ملک کې اقتصادي ثبات راولي او پاکستان د ترقې په لار راولي او ګراني راکمه کړي.

هغه ويلي هڅه کوي چې غريبو خلکو ته مراعات ورکړي د هغې دپاره مشکلې فېصلې کوي، چې د سريلنکا په څېر حالاتو سره مخ نه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG