لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین دفاع وزیر: که امریکا کوشش وکړي چې چین څنډې ته کړي، مقابله به وکړو


واشنګټن - د چین د دفاع وزیر وي فېنګهې، په داسې حال کې چې د جرنیلۍ پوځي جامې یې هم اغوستې وې، د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې امریکا دې د چین څنډې ته کولو او په داخلي چارو کې یې د لاسوهنې کوششونه ونکړي.

هغه زیاته کړه چې دغسې ګامونه د چین او امریکا تعلقات خرابوي.

د چین د دفاع وزیر دا خبرې په سېنګاپور کې د ایشیا د بنیادي امن په تړاو جوړ شوي د شانګري-لا ډائیلاګ مجلس کې وکړې. دا ناسته د دوه کاله ځنډ وروسته جوړه شوه چې په کې د ۴۲ ملکونو دفاع وزیرانو ګډون کړی و. په دې ناسته کې دېرشو چارواکو، په شمول د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن، د چین دفاع وزیر جنرال وي، د جاپان وزیراعظم کېشیدا فومیو، د سېنګاپور وزیراعظم لي سين لونګ، او د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي خبرې وکړې.

د شانګري-لا ډائیلاګ په آخره ورځ د چین د دفاع وزیر وویل:"مونږ د امریکایي طرف نه غوښتنه کوو چې د چین د بدنامه کولو نه لاس واخلي. د چین په داخلي چارو کې مداخله بنده کړي. په دوه اړخیزو تعلقاتو کې بهتري نشي راتلی، مګر دا چې امریکایي طرف یې وکړی شي."

د چین دفاع وزیر دا خبرې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټن د هغو خبرو په جواب کې وکړې چې د خالي/شنبې په ورځ یې ویلي و، امریکا به د خپلو ملګرو تر څنګ، د هغو د حقونو تحفظ کې ولاړ پاته وي.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه: "دا په خاصه توګه اهمه ده ځکه چین د خپلو علاقائي دعوو په برخه کې لا زیاته زبردستي او جارحانه تګلاره غوره کړې ده. اوس، زمونږ د یو-چین پالیسۍ د یوې برخې په حیث، مونږ د ټایوان د تعلقاتو قانون لاندې د خپلو تعهداتو عملي کول جاري ساتو. په دې کې د ټایوان سره مرسته هم شامله ده چې وکړی شي د ځان د دفاع پوره صلاحیت ولري."

چین د یو غیرآسیایي ملک له اړخه دغه ډول یقین ورکولو ته چې ګني د ټایوان او د خطې نورو ملکونو سره به دریږي، د "مداخلې" په نظر ګوري.

د چین دفاع وزیر وویل، امریکا چې هرقسمه کوششونه وکړي، چین به د ټایوان د خپلواکۍ سره د مخالفت له عزم څخه منصرفه نکړي. د هغه وینا وه چې، "مونږ به په هر قیمت مقابله وکړو، او تر آخره به مقابله وکړو. د چین دپاره صرف همدا لاره موجوده ده."

د چین دفاع وزیر دا هم وویل، هغه کسان چي د چین د جدایي دپاره د ټایوان خپلواکي غواړي، هغوی به "په یقین سره ښه انجام ته ونرسیږي."

چین، ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګني او دې ته انتظار دی چې که ضرورت يې پېښ شي، نو په زور سره به هم هغه ځان سره یوځای کوي. ټایوان ځان ته حکمراني، ځان ته بېرغ، ځان ته کرنسي او ځان ته پوځ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG