لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: افغانستان سره په پوله سيند ته غورځېدلي ماشوم پسې په 14 ورځ هم لټون روان دی


د قبايلي ضلعې خېبر په لوی شلمان کې اوبو ته د غورځېدلي ماشوم دپاره د لټون عملیات
د قبايلي ضلعې خېبر په لوی شلمان کې اوبو ته د غورځېدلي ماشوم دپاره د لټون عملیات

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې خېبر په لوی شلمان کې په 31م مې دريای کابل سيند ته يو ماشوم غورځېدلی، د ماشوم پلار او د علاقې خلک اوس هم لګيا دي لټون يې کوي.

مزمل چې سيند ته د غورځېدلي ماشوم پلار دی، وايي زوی یې معاويه نوميږي، اته کلن دی، په 31م مې د لوی شلمان په شين پوخ علاقه کې د بل ورور سره د کوره وتلی، دواړه سيند پله تللي او هلته معاويه سيند ته غورځېدلی وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، دوی پسې د هغه ورځې نه لټون پېل کړی او تراوسه روان دی، د علاقې خلک ورسره لګيا دي لټون کوي.

هغه وويل تر څو پورې چې د ماشوم درک نه وي لګېدلی، په قلاره به نه کښېني.

د خېبرضلعې د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] وياند مقصود عالم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، هم په دغه ورځ 31م مې دوی خپل ټيم دغه ځای ته لېږلی وو چې د ماشوم لټون وکړي.

خو هغه وويل، دغه ځای چرته چې ماشوم اوبو ته غورځېدلي دا د افغانستان سره په پوله لرې پرته علاقه ده، په درې ساعته کې د دوی د ژغورنې ټيم دغه ځای ته رسېدلي، هغه ځای يې کتلي، د ملاګورو په علاقه کې او د ورسک ډېم پورې يې د لټون عمليات کړي، خو څه درک ورته نه دی شوی.

هغه زیاته کړه د چارسدې پورې دوی د ژغورنې ادارې ته خبر ورکړی چې که دغه شان ماشوم چرته هم په لاس ورشي، دوی دې پرې خبر کړی شي.

د ماشوم پلار ويلي، د ژغورنې ادارې کار کوونکي ورته ورغلي، خو د لومړو عملیاتو وروسته بيا د ژغورنې د ادارې لامبوزنو سره ګېس ختم شوی او بيا بيرته تللي دي.

خو مقصود وايي، د دوه ورځنو لټون د عملیاتو وروسته د ماشوم پلار په خپله دوی ته ويلي چې په کومو ځايونو د دوی شک وو چې ماشوم په دغو ځايونو کې مالومېدی شي هغه یې لټولي او بیا د ماشوم د پلار په وېنا دوی په دغه ځای کې د لټون عمليات پای ته رسولي، خو دوی اوس هم چمتو دي او د چارسدې پورې څارنه کوي.

د ماشوم پلار وايي، که هر څنګه وي هغه به د ماشوم لټون کوي، خلک يې مرسته کوي خو زیاتوي حکومت هر څه کولی شي هغه تمه لري چې په حکومتي کچه به د هغه د ماشوم دپاره کوم ګام پورته شي او ماشوم به يې ولټوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG