لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې يو بې درکه کړی شوی خبریال بیرته کور ته ستون شوی


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د یو شخصي ټيليويژن اج ټي وي خبريال پرون بې درکه کړی شوی وو او د کورنيو چارو وزیر د پېښې نوټس اخستی وو، چې په نتیجه کې یې هغه نن بیرته خوشي کړل شوی او خپل کور ته ستون شوی دی.

د اج ټي وي د کراچۍ بېورو چيف رفعت سعيد وي او اې ډیوه ته وويل، خبريال نفيس نعيم د ګل/دوشنبې په ورځ [13 جون] د ښار په ناظم اباد سيمه کې د خپل کور سره نزدې په ويګو ګاډي کې راغلو څو کسانو پورته کړی او بيا بې درکه کړی وو.

هغه وويل د نعیم مېرمن [ښځې] ورته ويلي چې هغه [نعيم] مازيګر د کور نه په سودا پسې بهر وتلی او بيا نه وو راغلی، دوی بيا د پوليس او رېنجرز نه مالومات کړي خو هغوی ورته ويلي چې دوی نه دی پورته کړی او بيا د سي سي ټي وي [امنيتي] کېمرو نه معلومه شوې وه چې هغه بل چا پورته کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، پوليس او د رېنجرز چارواکو سره د صوبايي حکومت چارواکو ورته ویلي چې دوی د نعيم مالومات کوي. هغه وويل د خبريال د هيڅ يو تنظیم سره تعلق نه وو.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم او کراچۍ پرېس کلب د خبريال بې درکه کول غندلي دي.

کراچۍ پرېس کلب ویلي، په ساده جامو کې د نامعلومه کسانو لخوا د نفيس نعيم د اغوا او بې درکه کولو غندنه کوي.

د کراچۍ پرېس کلب جنرل سيکرټري رضوان بهټي وي او اې ډيوه سره په شریک کړي خبر کې ویلي، په رڼا ورځ د خبريال بې درکه کول د لاقانونيت انتها ده او په ټول ملک کې خبريالان پرله پسې د دغه لاقانونيت ښکار کيږي.

کراچۍ پرېس کلب په سمدستي ډول د خبریال د معلومولو او د کورنيو چارو د وزير نه غوښتنه کړې وه چې د پېښې نوټس واخلي او خبريال معلوم کړي.

د کراچۍ پوليسو اود سيند صوبايي حکومت د يادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ويلي وو، هغه د پېښې نوټس اخستی او د صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] ته يې د خبريال د زر تر زره مالومولو لارښوونه کړې ده.

په کراچۍ کې د خبريال د پورته کولو او بې درکه کولو پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په درېمه مې د صحافت د نړيوالې ورځې په مناسبت پاکستان کې د خبريالانو او ازادو مطبوعاتو دپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ په خپل کلني رپورټ کې ويلي وو، چې د هېواد دننه د کال 2021م او کال 2022م اپریل میاشتې پورې په خبریالانو د بريدونو، ځورولو او د مطبوعاتي سرغړونو 86 پېښې رامنځته شوي او په دغه مهال څلور خبريالان وژلي شوي هم وو.

په رپورټ کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې د ډېجټل ميډيا لپاره کارکوونکي صحافيان په دوامداره توګه په نخښه کېږي او په دغه هېواد کې غېر رياستي عناصر د صحافيانو دپاره تر ټولو غټ ګواښ دی.

د ياد رپورټ ترمخه پاکستان کې د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ځای اسلام اباد دی، چرته چې په ټولو 86 پېښو کې 32 پېښې په اسلام اباد کې رامنځته شوي دي، په دوېم نمبر سیند صوبه ده چرته چې 23 پېښې، خېبرپښتونخوا په درېم نمبر چرته چې 16 پېښې او پنجاب کې 11 او بلوچستان کې دوه پېښې رامنځته شوې وې.

په رپورټ کې ويل شوي وو په 86 پېښو کې درې ښځینه جرنلسټانو ته هم دړکې ورکړل شوې وې.

د خبريالانو د حقونو او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکي ځايي او نړيوال تنظيمونه اوس هم پاکستان د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد ګرځوي او وايي چې په دغه هېواد کې مطبوعات اوس هم په بشپړ ډول ازادي نه لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG