لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: امريکې د پاکستان خلاف هیڅ سازش نه دی کړی


DG ISPR
DG ISPR

د پاکستان پوځ يو ځل بيا د پاکستان پرضد د سازش خبره په کلکه رد کړې او ويلي يې دي د قامي سلامتۍ په غونډه کې په ډاګه ويل شوي چې د پاکستان پرضد د امریکا لخوا هیڅ سازش نه دی شوی او نه په دغه اړه کوم ثبوت ترلاسه شوی دی.

د پاکستان مخکنی وزیراعظم عمران خان چې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، پرله پسې تور لګوي چې د هغه پرضد امریکا سازش کړی چې د وزیراعظمۍ نه یې لرې کړي او په پاکستان کې مخالفه ګوندونو د دغه سازش د لاندې د هغه پرضد د عدم اعتماد/ بې باورۍ تحريک راوړی او هغه يې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار نه د شخصي ټي وي دنيا نيوز سره په مرکه کې پوښتنه شوې چې مخکني د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي چې د قامي سلامتۍ په غونډه کې د عمران خان د حکومت پرضد د سازش خبره شوې وه، او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دا خبره نه وه کړې چې چې سازش نه دی شوی.

مېجر جنرل بابر افتخار وويل، وړاندې يې هم دغه خبره په ډاګه کړې ده، او هغه د شېخ رشيد دغه خبره رد کړه چې يو پوځي مشر هم نه دي ويلي چې سازش نه دی شوی.

د پوځ وياند وويل، "زه ډېر په سپيناوي سره وېم چې په هغه غونډه کې چیرمېن جواینټ او سټاف کميټي، د درې واړه پوځونو مشران او د ايي اېس ايي مشر موجود وو او په هغه غونډه کې ډېر په واضحه توګه او په تفصیل سره ګډون والو ته استخباراتي ادارو احوال تېر کړی چې د هيڅ قسمه سازش هیڅ ثبوت نشته، داسې هيڅ نه دي شوي او زمونږ ايجنسۍ شپه او ورځ دغه کار کوي د پاکستان پرضد سازش مالوم کړي او د هغې مخنيوی کوي".

د عمران خان د وزيراعظمۍ څخه لرې کېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو د پاکستان په پوځ او د پوځ په مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سختې نيوکې کيږي.

د پوځ وياند وویل، "د تېرې څه مودې نه د پاکستان پوځ او پوځي مشرتابه پرضد بې بنياده پروپېګنډا کيږي دا بد مرغي ده خو دا نه ده پکار، هر څوک د خپلې رايې حق لري خو حقيقت مسخ کول او په دروغه د ادارو او شخصياتو عزت په نخښه کولو حق چاته نشته".

پاکستان چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو د څار د نړيوالې ادارې [اېف اې ټي اېف] په خړ فهرست کې دی، د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د اېف اې ټي اېف په اړه وويل،

"د اوسنۍ غونډې په اړه هغه څه ويل نه غواړي خو هندوستان تل هڅه کړې چې پاکستان د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست نه تور فهرست ته لاړ شي خو په 2019 کې د حکومت په خواست پوځ يو ځانګړې څانګه جوړ کړې او دغه څانګې د ترهګرۍ د مخنيوي او مني لانډرنګ [په غېر قانونه د پېسو د لېږلو رالېږلو] د مخنيوي په لړ کې ډېر کار کړی او د اېف اې ټي اېف په شرطونو کې ډېر پرمختګ شوی دی".

د پخواني پوځي صدر او پوځي مشر پروېز مشرف چې په دوبۍ کې ناروغه پروت دی، په اړه پوځي وياند وويل، مشرف ډېر ناروغه دی او د پوځ او پوځي مشرتابه موقف دی چې هغه پاکستان ته راتلل پکار دي د هغه د کورنۍ سره رابطه شوې ده، که ډاکټران او کورنۍ يې اجازه ورکوي پوځ به مشرف بيرته راولي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو ضد د کېمپېن ورستی حال
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG