لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروېز مشرف ته د اسانتياو ورکولو په خبره په نوازشريف سختې نيوکې شوي


د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي، د پروېز مشرف سره يې شخصي دښمني نشته، هغه که واپس راتلل غواړي حکومت دې ورته اسانتياوې برابر کړي خو په ټولنيزو رسنيو پرې سختې نيوکې شوي چې نواز شريف څوک دی چې مشرف ته بخښانه کوي.

په لسم جون د مشرف کورنۍ ويلي وو،

" هغه [مشرف] د یو مشکل وخت نه تېرېږي، اندامونو یې کار پرېښی او بچ کېدل یې ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند پاتې ورځې یې اسانې شي".

او پرون د مسلم ليګ ن ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف ويلي،

"زما د پروېز مشرف سره هيڅ شخصي دښمنی يا عناد نشته. زه نه غواړم چې د خپلوانو په اړه زه د کوم تکليف نه تېر شوی يم هغه بل چاته ورسي د هغه [مشرف] د صحت دپاره دعا غواړم، که هغه واپس راتلل رغواړي حکومت دې ورته اسانتياوې ورکړي".

په ټولنيزو رسنيو که يو لور ته د نواز شريف دغه بيان ستايل شوی خو بل لور ته پرې سختې نيوکې هم شوي دي چې نواز شریف څوک دی چې مشرف ته د اسانتياو برابرولو خبره کوي.

ليکوالې او څيړونکې عايشه صديقه په ټويټر ویلي،

"په دنيا کې ډېر امران دی يو پکې هم ملک ته بيرته دی پرېښودل شوی او نه په ملک کې ښخ کړی شوي دي. مشرف د ميا نواز شريف مجرم نه بلکې د قام مجرم دی. میا صېب دې د زړه نه دا شک هم ا وباسي چې په دې خبره به د پوځ زړه د هغه دپاره نرم شي د پوځ او کشر ورور دواړو زړونه کلک دي".

شفيق احمد اېډوکېټ په ټويټر ويلي،

"په پاکستان کې هر څوک ډان جوړ شوی چې پوځ د مشرف د بیرته راتلو اعلان کوي او نواز شریف ورته د اسانتياو ورکولو اعلان کوي حالانکه د قانون او عدليې د فېصلو ترمخه دغه ايين ماتوونکي او د ترهګرۍ په مقدمو کې مطلوب تن [پروېز مشرف] ته د ملک د صدر په ګډون د چا سره هم د بخښنې اختيار نشته".

څيړونکي او جرنلسټ حق نواز خان په ټويټر ويلي،

"میا صېب خبره ستا د ذات نه ده، خبره د قانون، انصاف او ايين ده. مشرف د دې ملک په اساسي قانون حمله کړې وه او قانون ته به مخامخ کيږي. هغه د بلوچستان د ننيو حالاتو زمه وار دی په ملک کې ترهګري او په کراچۍ کې د پښتنو په وينو د هغه لاس ککړ دي، عدالت ته به مخامخ کيږي".

او بل جرنلسټ رضوان رضي ویلي،

"که د نواز شريف د پروېز مشرف سره ذاتي عناد نشته، نوبيا د الطاف بهايي او علي وزير د چا سره ذاتي عناد دی؟".

نواز شريف د مشرف په اړه دغه بیان په داسې وخت کې ورکړی چې په پاکستان کې چارواکو ويلي، په کټ پروت ناروغه پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف بيرته هېواد ته د ستنولو دپاره تيارۍ نيول شوي دي خو پاکستان ته د ستنولو نېټه نه ده ښکاره کړی شوې.

د ګل/ دوشنبې په ورځ [13 جون] لوړ پوړې حکومتي سرچينې وي او اې ته ویلي، مشرف به د هوايي اېمبولنس د لارې د دوبۍ د روغتون نه د هغه د کورنۍ او ډاکټرانو په رضا بيرته راوړل کيږي خو د راوستو کره نېټه يې ده ویلې.

سرچينې ویلي، د ملک طاقتور پوځ د خپل پخواني مشر په شا کلک ولاړ دی چې هغه بيرته راوستل شي او اسانتیاوې ورته برابر کړی شي.

او پرون د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي، مشرف ډېر ناروغه دی او د پوځ او پوځي مشرتابه موقف دی چې هغه پاکستان ته راتلل پکار دي د هغه د کورنۍ سره رابطه شوې ده، که ډاکټران او کورنۍ يې اجازه ورکوي پوځ به مشرف بيرته راولي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG