لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې پټرول 24.3 روپۍ او ډیزل نزدې 60 روپۍ نور ګران کړی شوي


د پاکستان د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو حکومت په ملک کې تيل نور ګران کړي دي، پټرول یو ليټر 24.3 روپۍ او ډيزل 59.16 روپۍ ګران کړی شوي دي.

په ملک کې يو ليټر پټرول 233 روپۍ او 89 پېسو او ډيزل 263 روپۍ او 31 پېسو ته رسېدلي دي.

د خاورو تېل 29 روپۍ او 49 پېسې ګران کړی شوي يو ليټر 211 روپۍ 43 پېسو ته رسېدلی او لايټ ډيزل د 29 روپو او 16 پېسو ګرانولو سره 207روپۍ 47 پېسو ته رسېدلې دي.

پاکستان کې دا د يوې مياشتې نه په کمه موده کې درېم ځل دی چې تېل ګرانيږي.

په 26 مې په ملک کې پټرول او ډيزل 30، 30 روپۍ ګران کړی شوي او بيا په دوېم جون بيا 30، 30 روپۍ ګران کړی شوي وو.

د خزانې وزير مفتاح اسماعیل تيره شپه په [15 جون] د تيلو ګرانولو په اړه ويلي، په نړيوال مارکيټ کې د تيلو بيعې سېوا کيږي دوی هيڅ نه شي کولی.

هه وویل د فرورۍ په مياشت کې د تېر وزیراعظم عمران خان په وخت کې په نړيواله منډۍ کې د تيلو قيمتونه د 85 نه تر 90 ډالر پورې وو، هغه وخت هغه تېل ارزان کړه، ملک يې د تاوان سره مخ کړو او دا وخت تېل په 120 ډالره دي.

هغه وويل چې دوه ځله یې تېل ګران کړه خو بيا هم حکومت په تيلو 120 اربه ډالره سبسډي رعايت کولو او تاوان حکومت ته اوړېدو.

نوموړي د ګېس او بجلۍ د بيعو سېوا کېدو هم ویلي دی.

د هغه سره بل وزير مملکت مصدق ملک ويلي، دا ګرانه فېصله ده چې تېل ګران کړی شوي دي. هغه ويلي که تېل يې نه ګرانولی په يو کال کې 1200 اربه روپۍ به په سبسډۍ او قرضونو کې ورکول کېدې.

هغو د پاکستان په تېر حکومت چې عمران خان يې وزيراعظم سختې نیوکې وکړې.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د تيلو نوي قيمتونه رد کړي دي.

په حکومت په ټولنيزو رسنیو هم سختې نيوکې روانې دي، چې په حکومت کې د راتلو سره سم يې د میاشتې نه په کمو ورځو کې پټرول 84 روپۍ ګران کړه.

XS
SM
MD
LG