لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند هايکورټ د پي ټي اېم د فعال قاضي طاهر د خوشي کولو امر کړی


سيند هايکورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال قاضي طاهر ته د عمر بند اورول شوې سزا لا قانونه ګرځولې، هغه يې بري کړی او د خوشي کولو امر يې کړی دی.

د پي ټي اېم وکيل قادر خان ايډوکيټ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل قاضي طاهر ته د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د مارچ په 2م نېټه د عمر بند سزا اورولې وه او دوی بيا د دغه فېصلې پر ضد سيند هايکورټ ته خواست کړی وو.

نوموړي د زيارت/پنجشنبې په ورځ [16 جون] ويلي، "نن د سيند هايکورټ ډویژنل بنچ د قاضي طاهر اپيل منظور کړو او د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت چې قاضي طاهر ته يې د عمر بند سزا اورولې وه, هغه سزا يې ختم کړه او حکم يې وکړو چې دی دې خوشی کړی شي."


قادر خان ايډوکيټ زياته کړه چې په کومه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي طاهر ته د عمر بند سزا اورولې وه دا د 2019 کال د جنورۍ په 25مه د کراچۍ په ارټلري تاڼه کې د ترهګرۍ، بغاوت او د غدارۍ د مادو لاندې تر هغې وروسته درج شوې وه چې د غورځنګ د یو بل فعال عالمزیب مسید د خوشي کېدو لپاره یې د پریس کلب مخې ته احتجاج شوی وو.

د قاضي طاهر سزا لاقانونه ګرځول کېدو وروسته د پي ټي ايم مشر منظور پشتين په ټويټر ويلي،

قاضی طاهر په یو دروغجنه مقدمه کې بې ګنا څو میاشتې جیل تیر کړو.تر اوسه پورې دپي ټي اېم په ملګرو جوړ دروغجنو مقدمو کې يوه هم سمه نه ده ثابت شوې.

"د انسانی حقوق نړیوالې ادارې دې دغه حالت وګوری چې څنګه د تحریک ملګری په دروغجنو مقدمو کې پاکستان ریاست بند ساتي"

د پي ټي اېم سند صوبې رابطه کار نور الله ترين وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل مونږ چې سيند هايکورټ نه کومه تمه وه دغه پريکړه زمونږ د تمې عېن مطابق وه.

"د علي وزير په کېس کې هم زمونږ دغه تمه ده چې جمهوري قوتونو او عدالتونه وګوري چې د پي ټي اېم د غړو پر ضد ټولې مقدمې لاقانونه، د ضد او انا پر بنياد جوړې شوي، خوشبينه يو چې د علي وزير پر ضد مقدمې کې به هم انصاف وشي".

د پي ټي اېم مشرانو وخت په وخت ويلي د علي وزير په ګډون د پي ټي اېم غړي په پاکستان کې پښتنو ته برابري حقونه غواړي او د ژوند حفاظت يې غواړي خو بيا د رياستي ادارو لخوا دوی په دروغجنو مقدمو کې نيول کيږي او ځورول کيږي.

د پاکستان پوځ وار په وار د پي ټي اېم تورنه رد کړي او د پوځ پخواني ویاند اصف غفور د يوې خبري غونډې پرمهال په پي ټي اېم د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو نه د مالي مرستو ترلاسه کولو تورونه پورې کړي و خو هغه وخت منظور پشتین دا تورونه رد کړي او ویلي یې وو که کوم ثبوتونه لري هغه دې عدالت ته وړاندې کړي.


بلخوا د علي وزير په اړه د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله نه د جيو ټي وي په پروګرام کې کوربه حامد میر پوښتنه کړې چې علي وزیر ته د بجټ په اجلاس کې د بحث دپاره د قومي اسمبلۍ سپيکر پروډکشن ارډر ولې نه جاري کوي؟.

رانا ثناالله وويل، "د علي وزير پروډکشن ارډر جاري کېدل پکار دي، او دا وخت چې کوم صورتحال دی زما په خيال معاملات ښايي ښه طرفته لاړ شي، د پروډکشن ارډر ضرورت پېښ نه شي، په يو نيم پاتې کېس کې د هغه ضمانت وشي، لږ کار پاتې دی، زما په خيال وبه شي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

د پاکستان سپريم کورټ او د سيند هايکورټ هغه ته په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په يوه مقدمه کې يې په ضمانت فېصله محفوظ شوې او په بله مقدمه کې يې اورېدنه روانه ده.

په علي وزير پسې د کال 2020 د مقدمې وروسته درې نورې مقدمې راویستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG