لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په ضمني انتخاباتو کې د تشدد په پېښو کې يو تن وژل شوی، څو نور ژوبل


د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 240 باندې ضمني انتخابات شوي او د انتخاباتو په مهال د تشدد په پېښو کې یو تن وژل شوی او څور نور ژوبل شوي دي.

دغه انتخابات پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [16 جون] د کراچۍ د لانډهي په علاقه کې ترسره شوي او د غېر ختمي او غېر سرکاري نتیجو ترمخه د متحده قومي مومنټ ډلې امېدوار محمد ابوبکر په 10683 ووټونو اخستو دغه څوکۍ ګټلې او په دوېم نمبر د تحريک لبېک امېدوار شهزاده شهباز 10618 ووټونه اخستي دي.

په دغو انتخاباتو کې د پاکستان پيپلز ګوند او پاک سرزمين پارټۍ کانديدان هم ولاړ وو.

خو د انتخاباتو په مهال د تشدد پېښې رامنځته شوي او پاک سرزمين ګوند تور لګولی د تحریک لبېک د ترهګرو په ډزو کې يې د ګوند يو غړی وژل شوی دی.

بل لور ته تحریک لبېک ګوند دعوه کړې د پاک سرزمين غړو په دوی ډزې کړي دي.

او متحده قومي مومنټ ډلې هم ویلي، په غړو يې تشدد شوی دی.

د اېن اې 240 حلقې نه کامياب شوی د متحده قومي مومنټ غړی اقبال محمد علي خان د اپرېل په مياشت کې په حق رسېدلی وو.

په کراچۍ کې اکثره په انتخاباتو کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي او په پرونو انتخاباتو کې هم د تشدد پېښې رامنځته شوي او بيا يې چارواکو نوټس اخستی دی.

جرنلسټ ضيا الرحمان په ټویټر ويلي،

په ضمني انتخاباتو کې د تشدد پېښې رامنځته کېدل اشاره ده چې راتلونکي بلدياتي انتخابات به څومره د تشدد څخه ډک وي.

د الېکشن کمېشن ترمخه په سيند صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو دوېم پړاو په 24م جولايۍ ټاکل شوي دي، چې پکې به په کراچۍ، حېدر اباد او ټهټه ډوېژن کې انتخابات کيږي. په لومړي پړاو کې د روانې میاشتې جون په 26 په سکهر، لاړکانه، شهيد بېنظير اباد او ميرپور خاص کې بلدياتي انتخابات اعلان شوي دي.

په کراچۍ کې په پرونو انتخاباتو کې د تشدد د پېښو ويډيوز په ټولنيزو رسنيو هم خپرې شوي دي.

د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ په تېرو وختونو کې د تشدد د پېښو سره مخ پاتې شوی، چې پکې به د چاودنو سره، هدفي وژنې، د قلنګ اخستو پېښې او د ګاډو سوځولو ډېرې پېښې رامنځته کېدې.

په کال 2013 کې د پخوانۍ وزيراعظم نواز شريف په وخت کې په کراچۍ کې نيم پوځي ځواک رېنجرز ته د پوليسو سره په شريکه د وران کارو او جرمونو کې د ککړو پرضد د عملياتو واک ورکړی شوی وو.

په کراچۍ کې چارواکي وايي ډېر جرمونه کم شوي، او که څه هم د هدفي وژنو پېښې راکمې شوي خو بيا هم په ښار کې وخت په وخت د چاودنو پېښې کيږي او خلک د غلاګانو شکايتونه کوي.

په کراچۍ کې په 16م مې يوه چاودنه شوې يوه ښځه پکې وژل شوې او د 11 پورې کسان پکې ټپي شوي وو، له دغې وړاندې په 12م مې يوه بله چاودنه شوې وه به هغې کې هم يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي وو.

د دغه چاودنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې سندهو دېش ریولوشنري ارمي (اېس ار اې) منلې وه.

او له دې وړاندې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) د استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی، د دوه ښځينه او يو سړي چينايي استاز په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو، د بلوچ لبرېشن ارمي ډلې مجيد بریګېډ د دغه بريد زمه واري منلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG