لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د کډوالو شمېره په ريکارډ کچه سېوا شوې


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ويلي، په کال 2021 کې اته کروړه خلک د جنګونو، تشدد، زور زیاتي او بشري حقونو د سرغړونو له امله کډال شوي دي. ويل شوي د کډوالو شمېره د 2020 په مقابله کې اته فيصده سېوا شوې ده.

د وي او اې د رپورټ ترمخه د کډوالو د ادارې مشر فلېپو ګرانډي ویلي، په اوکراين د روس د حملې له امله خلک په کورونو پرېښودو مجبوره شوي چې له امله يې د کډوالو شمېره ډېره سېوا شوې ده.

هغه ويلي، په اوکراين د روس د جګړې له امله د 12 نه تر14 ملينو پورې خلک بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر ویلي، په اوکراين د روس برید د دوېمې نړيوالې جګړې وروسته په تېزۍ سره او په زور د خلکو بې کوره کېدو غټ بحران رامنځته کړی دی.

نوموړي په نړۍ غږ کړی چې د اوکراين د بحران څخه په وړاندينيو د کډوالو په پېښو هم پاملرنه وکړي په کومو کې چې د لکونو په شمېره کې خلک اغېزمن شوي دي.

ګرانډي د ايتهوپيا او افغانستان سره د شام، جنوبي سوډان او فلسطين د کډوالو يادګېرنه کړې ده.

هغه ویلي، تېر کال د کډوالو شمېره د دوه کروړه 70لکه نه اوړېدلې ده، او په ملکونو کې دننه د شخړو له امله د بې کوره شوو خلکو شمېره د پينځه کروړه او 32 لکه نه سېوا شوې ده.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي په ګرده نړۍ کې په بې کوره شوو خلکو کې په درېو کې د دوه برخو نه زياتو خلکو تعلق د شام، وېنزوېلا، افغانستان، سوډان او میانمار سره دی.

ويل شوي زيات کډوال ترکي قبول کړي، بيا پسې کولمبيا، یوګنډا، پاکستان او جرمني هغه هيوادونه دي چې زيات کډوال ورته تللي دي.

امريکا هغه هيواد دی چې اوس هم په نړۍ کې تر ټولو زياتو کډوالو ته ځای ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو ضد د کېمپېن ورستی حال
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG