لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې پاتې شي، که به ووځي؟ اداره نن اعلان کوي


پاکستان کې په ټولنيزو داسې دعوې شوي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو غېر قانونه انتقال د څار نړیوالې ادارې [اېف اې ټي اېف] پاکستان د خړ فهرست څخه بهر کړو خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اېف اې ټي اېف به نن د پاکستان په وخت ماښام خپل اعلان کوي، د اوازو څخه دې ډډه وشي.

په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند د تېر حکومت د وزیراعظم عمران خان یو سلاکار شهباز ګل په ټویټر اعلان کړی او پاکستان ته يې اومبارکي ويلې، چې اېف اې ټي اېف پاکستان د خړ فهرست څخه وويستو.

خو په جرمني کې د اېف اې ټي اېف په روانه غونډه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د پاکستاني پلاوي مشري کوي، په ټويټر يې ويلي،

"د اېف اې ټي اېف عمومي غونډه په برلن کې روانه ده، اېف اې ټي اېف به نن شپه [د جمعې په شپه 17 جون] د غونډې په پای ته رسېدو اعلاميه خپروي. په دغه اړه دې د اټکلونو يا اوازو په بنياد د ربورټنګ څخه دې ډډه وشي. د پاکستان د حکومت د بهرنيو چارو وزارت به سبا د خالي/ شنبې په ورځ [18 جون] په دغه اړه مطبوعاتو ته احوال وړاندې کوي".

اېف اې ټي اېف هم په لسم جون د غونډې په اړه ويلي وو د 14 جون نه تر 17 جون پورې د غونډې وروسته به د جمعې په ورځ خپله اعلاميه خپروي.

فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس سږ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان د ګامونو ستاينه کړې وه البته په پاکستان يې ټينګار کړی وو چې د ترهګرو د مالي سرچينو د پلټنو او د ملګرو ملتونو لخوا د ترهګر ګرځول شوو ډلو خلاف کاروايي بشپړه کړي.

پاکستان د کال 2018 راهسې د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شامل دی او څېړونکي وايي که دا ځل فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د پاکستان نوم د خړ فهرست نه اوباسي نو دې سره به نه يواځې په نړيوال کچ د هېواد مخ ښه شي بلکې پاکستان کې به نړيوالو پانګونو ته هم لاره پرانستل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG