لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نوره لوېدلې، ډالر 209 روپو ته رسېدلی


په پاکستان کې مطبوعات خبر ورکوي د امريکايي ډالر په مقابله ډالر پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې او په پرانستي مارکيټ کې يو ډالر 209 روپو ته رسېدلی دی. خو د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] نن د جمعې په ورځ 17 جون ويلي، د يو ډالر بيعه 207.6 روپو ته رسېدلی دی.

اقتصاد پوهان وايي، که د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور معاهده ونه شوه، د روپۍ قدر به نور هم راکم شي.

په پاکستان کې د اپرېل په مياشت کې د نوي حکومت راتلو وروسته تراوسه پورې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 22 روپۍ زياته شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي د غېر ملکي زير مبادله کمی، د درامداتو زياتوالی او د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف څخه د قرض په پروګرام کې د ځنډ له امله پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه جرنلسټ طاهر امين وايي، د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د قرض د پروګرام خبرې اترې تر اوسه نه کاميابيدو له امله په مارکيټ کې غېر يقيني صورتحال دی، غېر ملکي زرمبادله کميږي او درامدي بل زيات دی چې له وجې يې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه ورځ تر بلې سېوا کيږي.

نوموړي وويل داسې هيلي شتون لري چې د جولایۍ په میاشت کې د ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې کاميابې شي، ځکه چې پاکستان د مالياتي ادارې څخه د پور ترلاسه کولو دپاره د ادارې زيات شرطونه پوره کړي او په بجټ کې ورکړل شوي ځینې رعايتونه هم بيرته اخلي.

طاهر امين زیاته کړه د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه په تاريخ کې دا په اول ځل دومره لوړې کچې ته رسېدلې ده او په راتلونکې کې يې د نور زياتيدو امکان هم موجود دی.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي دا وخت په ملک کې مجموعي د غېر ملکي زر مبادله ذخيره 14 اعشاريه 94 اربه ډالره ده، او د مرکزي بېنک زر مبادله ذخيره د نهه اربه ډالره نه راکمه شوې ده .

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي په تېرو11 مياشتو کې د پاکستان درامدي بل 72 اعشاريه دوه اربه ډالره ته رسېدلی دی او په دې کې د تېر کال په مقابله کې44 فيصده زياتوالی راغلی دی. خو ياده اداره وايي هم په دې موده کې برامدات 27اعشاريه 8 فيصدو ته زيات شوي دي.

د پاکستان د شمېرنې د ادارې د تېرې اوونۍ د رپورټ ترمخه په پاکستان کې مجموعي ګراني روان کال 14 فيصده ريکارډ کړی شوې او پوهان وايي په راتلونکې کې د ګرانۍ نور زياتيدل هم امکان لري.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر انور شاه وايي د ډالر د بيعې زياتيدو او د روپۍ د قدر کمېدو سره ګراني سېوا کيږي، د روپۍ قدر کمېدو سره درامدي بل زياتيږي او د هغې اثر په ملک کې د قيمتونو د سېوا کيدو په شکل کې مخې ته راځي.

څيړونکي وايي په ملک کې د معاشي استحکام او د نړيوالي مالياتي ادارې نه د قرض اخستو د پاره ضروري ده چې په ملک کې سياسي ثبات وي، او د تيلو څخه د توانايۍ د جوړولو په پېدوار انحصار راکم کړی شي.

په پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر په داسې وخت کې پرله پسې غورځيږي، چې د پاکستان د ونډو بازار هم د تېرې يوې مودې نه په ښکته روان دی، او د 20 ورځو نه په کمه موده کې د پټرول يو ليټر کې د 84 نه زياته اضافه شوې ده، دا وخت په ملک کې يو ليټر پټرول په 233 روپۍ 89 پېسو او د ډيزلو يو ليټر په 263 روپۍ 31 پېسې دی.

په ملک کې د بجلۍ او ګېسو د ګرانېدو هم ويل کيږي چې نور به ګران کړی شي. د کوم سره چې اقتصاد پوهان وايي، په ملک کې به ګراني د حساب نه ډېره زیاته شي.

[په دې خبر کې ځینې مالومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG