لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په کندزو کې پر جومات چاودنه کې لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې


Afghanistan
Afghanistan

واشنګټن ــــ د افغانستان په شمالي ولایت کندزو کې نن یو ځل بیا په یو جومات کې د جمعې د لمانځه په مهال چاودنه شوې چې پکې عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکول کېږي.

د طالبانو چارواکو ویلي، د «الف بیردي» په نوم جومات کې ایښودل شوی ماین چاودلی چې یو تن پکې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

ځایي خلک بیا د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر دې زیات یادوي، خو رسنیو ته تر اوسه په دې اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

په کندوز کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبیدالله عابدي وایي په جومات کې په لسګونو کسان پر لمانځه ولاړ وو، چې چاودنه وشوه.

د چین سرکاري خبري ایجنسۍ شینهوا د یوه عیني شاهد محمد کریم له خولې لیکلي چې په جومات کې دننه د چاودنې له کبله یو څه لمونځ کوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

بل لور ته د کندوز د مرکزي ښار د روغون چارواکو منلې چې د چاودنې له ځایه هغه کسان وروړل شوي چې مرګ ژوبله ورته اوښتې خو کره شمېر یې نه دی یولی.

د دې چاودنې ذمه واري لا تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو په وروستیو کې چې د شیعه مسلمانانو پر جوماتونو او مسافر موټرو کومې بمي حملې شوې دي ذمه وارۍ یې داعش خراسان ډلې منلې دي.

د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د افغانستان په شمالي ولایتونو بلخ، کندوز، ننګرهار او کندهار کې د شیعه او سني مسلمانانو پر جوماتونو ګڼ شمېر بمي چاودنې شوې دي چې پکې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېره اپرېل میاشت کې هم د کندوز د همدې امام صاحب په ولسوالۍ کې پر یو جومات خونړۍ چاودنه شوې وه چې د طالبانو په وینا 33 تنه عام خلک پکې وژل شوي او تر څلوېښتو زیات پکې ټپیان شوي وو.

طالبانو په وروستیو کې په وار وار دعوې کړې چې د داعش خراسان ډلې په ضد یې عملیات پیل کړي او په ځینو سیمو کې یې د دې ډلې مهم کسان نیولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG