لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ایران باندې نوې پابندۍ ولګولې، دا ځل یې ډرونونه په نښه کړي


په اوکراین کې د یوې رالوېدلي ډرون یوه برخه. اوکراین وایي، دا د ایران جوړ شاهد ډوله ډرونونه دي چې روس یې په اوکراین استعمالوي
په اوکراین کې د یوې رالوېدلي ډرون یوه برخه. اوکراین وایي، دا د ایران جوړ شاهد ډوله ډرونونه دي چې روس یې په اوکراین استعمالوي

امریکا د زیارت/پنجشنبې په ورځ په ایران باندې نوي بندیزونه ولګول چې په کې ایراني ډرونونه په نښه کړی شوي او هغو کې هغه ډول ډرونونه هم شامل دي چې روسان یې د اوکراین په جنګ کې استعمالوي. دا په تهران باندې د واشنګټن د فشار سېوا کولو په لړ کې تازه ګام بلل کیږي.

د امریکا د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل چې دا پابندۍ د برطانیې او کېنېډا سره په هماهنګۍ په ایران لګولی شوي او ترمخه یې څه باندې لس ادارې، افراد او کشتۍ چې د ایران د دفاع وزارت او پوځ لاجسټیک ته د ډرونونو د خفیه خرڅلاو په سهولتونو او فايننس کې اهم کردار لوبوي، بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت وایي چې د ایران د دفاع وزارت او پوځ لاجسټیک اداره، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او اوکراین کې د روس د جګړې ملاتړ کوي.

د امریکا په خزانې وزارت کې د ترهګرۍ او مالیاتو په اړه د استخباراتو د څانګې مشر برایان نېلسن وویل: "د ایران دفاع وزارت په اوکراین کې د روس د جګړې په ملاتړ، په اسرایل باندې د بې مثاله حملې، او خپلو ترهګرو ګوډاګیانو ته د بې پائیلټه فضایي وسایلو او نورو خطرناکو جنګي سامانونو په ورکولو سره خطې او دنیا کې د عدم استحکام راوستل جاري ساتي."

د امریکا د خزانې وزارت زیاته کړې چې واشنګټن همدا راز دوه کمپنۍ او یوه کشتۍ چې د ایراني سامانونو په انتقال کولو کې ککړه ده، د پابنديو ښکار ګرځولې ده.

نېلسن زیاته کړه: "امریکا به زمونږ د برطانوي او کېنېډایي شراکتدارانو سره په نږدې همکارۍ د هرې ممکنه ذریعې په کارولو سره د هغو کسانو په وړاندې مبارزه جاري وساتي کوم چې د ایران لخوا د عدم استحکام فعالیتونو مالي حمایت کوي."

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دپاره د ایران مېشن نه په دې اړه د تبصرې غوښتنه وشوه، خو سمدستي یې څه جواب ورنکړ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG