د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې د سړک جوړوونکو مزدورانو په کېمپ نامالومه وسله والو بريد کړی، درې يې پکې وژلي او پينځه يې ژوبل کړي دي.
د هر نایي ضلعې مرستیال کمیشنر سردار محمد رفیق وي او اې ته ویلي د جمعې په ماښام نهه بجې وسلوالو د مزدورانو پر کېمپ برید کړی وو.
د اې پي خبري ادارې ترمخه د بلوچستان صوبې حکومتي وياندې فرح عظيم شاه ويلي، بريد کوونکو په کېمپ کې ولاړ ګاډي هم سوځولي دي.
ډپټي کمشنر ویلي بينځه مزدوران چې بې درکه شوي وو، په دغو کې بيا دوه وروسته په نزدې علاقه کې موندل شوي دي.
مرستیال کمشنر وایي د برید پر وخت په کیمپ کې اووه ته نیږدې مزدوران موجود وو.
وایي اټکل کوي چي دې نورو مزدورانو د ځان ژغورنې په خاطر د برید پر وخت په نیزدې سیمه کې ځان پټ کړی وي.
خو بل خوا ځینې ناتاييده رپورټونه وایي چې یاد مزدوران وسلوال برید ګرو له ځان سرہ وړي وي.
دیادې پېښې زمه واري کوم چا نه ده منلې.
د مرستیال کمشنر په خبرہ تر دې وړاندې په سیمه کې د داسې بریدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې مني.
د مزدوانو په اړوند هم کره مالومات نه دي ورکړی شوي چې دوی څوک دي.