لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي: په زوره د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو د بې درکه کولو پېښې زیاتې شوې


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ویلي، په ملک کې په زوره د بې درکه کولو په پېښو کې هيڅ کمی نه دی راغلی، او د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو په زوره د بې درکيو پېښې سېوا شوي دي.

اېچ ار سي پي د روان کال په شپږو مياشتو پوره کېدو په ملک کې روانو حالاتو باندې تفصيلي بیان جاري کړی چې پکې په يو شمېر پېښو اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

اېچ ار سي پي ویلي د حکومت پام دې لور ته راړول غواړي چې په ملک کې په زوره د بې درکيو په پېښو کې هیڅ کمی نه دی راغلی، په خصوصي توګه بلوچستان، سيند او خېبرپښتونخوا کې چې زیاته کومه خبره د اندېښنې وړ ده هغه دا ده چې د بلوڅ او پښتنو زده کوونکو په زوره د بې درکیو پېښو سېوا شوي دي.

اېچ ارسي پي دغه بيان په داسې حال کې جاري کړی چې د ملک په بېلابيلو برخو کې زده کوونکي په زوره د بې درکیو پرضد احتجاجي مظاهرې کوي.

په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو د ځانمرګي بريد وروسته زده کوونکي وايي په زوره د بې درکيو او ځورولو په پېښو کې يې زياتوالی راغلی دی.

اېچ ار سي پي غوښتنه کړې چې په زوره بې درکه کول دې جرم وګرځول شي او رياست دې د ټولو خلکو په زوره د بې درکه کېدو څخه تحفظ ورکولو کونشن تاييد کړي.

په وروستيو کې د مې په مياشت کې د پاکستان مرکزي کابينې په زوره د بې درکه کړی شوو کسانو مالومولو دپاره يوه کميټي جوړه کړې چې مشري به يې د قانون وزير کوي، او نور وزیران به پکې شامل وي.

ويل شوي وو په کابينه کې به د وزیرانو سره د بشري حقونو د تنظيمونو غړي او قانون پوهان هم شامل وي.

د کورنيو چارو د وزارت د اعلامیې ترمخه په 24 مې کابينې د کمېټۍ جوړولو پرېکړه کړې وه.

دا کميټي په داسې حال کې جوړه شوې چې په 29 مې د اسلام اباد هايکورټ په یوه تفصيلي فېصله کې په پاکستان کې د خلکو په زوره بې درکه کولو په مخنیوي د ناکامۍ په سر د پخواني صدر پرويز مشرف او د هغه نه پس ټولو حکمرانانو ته نوټسې جاري کړي او ويلي يې وو چې د خلکو په زور د اوچتولو په غېر اعلانيه تګلاره کې د ککړو حکومتي واکدارانو په ضد د غدارۍ مقدمې چلول پکار دي.

له دې نه په وړايني حکومت کې په زوره د بې درکيو جرم ګرځولو دپاره د قانون جوړولو ويل شوي وو خو هغه وخت بيا د بشري حقونو وزیر شيرين مزاري ويلي وو، په دغه اړوند جوړه قانوني مسوده د کابينې او قومي اسمبلۍ نه د منظورېدو وروسته د سېنېټ په سیکرټريټ کې ورکه شوې وه.

اېچ ار سي پي په خپله اعلاميه کې په ملک کې په سياسي اړي ګړي، د بشري حقونو سره اړونده مسلو، موسمي بدلون، د ازاد صحافت د فشار لاندې ساتلو، په ښځو او نرښځيانو د تشدد په پېښو اندېښنې څرګندې کړي دي.

د بشري حقونو انتظامي کونسل پارلیمان په اعتماد کې د اخستو پرته په افغانستان کې د جنګيالو سره په پټو مذاکراتو هم نيوکې کړي دي. اېچ ار سي پي غوښتي چې رياست دې د 1951 د مهاجر کنوشن او د 1967 د پروټوکول منظوري ورکړي او د مهاجرينو د حقونو دپاره دې قانون سازي وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG