لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان د ځوانانو د وژنې پېښه، د سيمې په امنيت پوښتنې را ولاړې کړی شوي


د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې چې نامعلومه وسله والو د سيمې د ځوانانو تنظیم [يوت اف وزیرستان] څلور فعال په ډزو وژلي دي، په ټولنيزو رسنیو پوښتنې را ولاړې شوي چې د چيک پوستو او سيکيورټۍ باوجود هدفي وژنې نه ودریږي نو دا د چا ناکامي ده.

پولیس او یوت اف وزیرستان د ځوانانو د وژلو پېښه تاييد کړې او ويلي یې دي دا پېښه پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ [19 جون] د شمالي وزیرستان میر علي تحصیل په حېدر خيل کلي کې شوې ده.

په ټولنيزو رسنيو چې دغه پېښه غندل شوې، ورسره دا پوښتنې هم راولاړې کړی شوي دي، چې په سیمه کې د امنیت د دعوو باوجود د بدامنۍ پېښې کېدل د چا ناکامي ده؟.

پاکستاني ياد جرنلسټ حامد مير د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين ټویټ بيا خپور کړی او ورته يې ليکلي،

"هغه چې دعوې به يې کولې، چې په قبايلي علاقو کې د ترهګرو ملا ماته کړی شوې ده، هغوی ته پکار ده چې اووايي چې هره ورځ په دغو علاقو کې د سياسي غړو هدفي وژنې څوک کوي؟ که د دومره چيک پوسټونو او سیکيورټۍ باوجود هدفي وژنې نه ودريږي، نو دا د چا ناکامي ده؟".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په 21 اپرېل د شمالي وزیرستان سفر کړی وو او پوځ بيا ویلي وو وزيراعظم ته د ترهګرۍ د ملا ماتولو او د هر قسمه ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو، نوموړي د دغو کاميابيو لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته يې درناوی وړاندې کړی.

د دغه سفر نه دوه ورځې وروسته په یو بريد کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان پوښتنه کړې چې،

"چرته دي امنيتي ادارې؟ مرکزي او صوبايي حکومتونه چرته دي؟".

وتلي جرنلسټ طاهر خان د وزیرستان د پرونۍ پېښې په اړوند ويلي،

"په شمال وزيرستان کې هدفي وژنې اوس هم معمول دی او ټولې ادارې خلکو ته په تحفظ ورکولو کې په مکمله توګه ناکامه ښکاري. د بې ګناه ځوانانو د وينې حساب به څوک ورکوي؟".

او بل ياد خبريال حقنواز خان بيا نورې پوښتنې کړي،

"هدفي وژونکي څنګه وتښتي؟ وزيرستان غټ امنيتي زون دی او خلک يې بې وسلې کړی شوي دي، څنګه دا وژونکي راشي او بيا وتښتي؟ ايا د پاکستان سپريم کورټ به د دغو پرامنه فعال ځوانانو په وژنه از خود نوټس واخلي؟".

د پاکستان پوځ په کال 2014 کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم عملیات کړي، او بيا دعوه شوې وه چې سیمه د ترهګرۍ نه پاکه کړی شوې او د پوځي عملیاتو په مهال د سيمې نه د لکونو په شمېره کې کډوال شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي خو په سيمه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG