د پاکستان پوځ دعوه کړې، د بلوچستان صوبې د هوشاب او تربت ترمنځ پرته علاقه زامران رېنج کې يې د بي اېل اېف ډلې شپږ ترهګر وژلي دي.
پاکستاني مطبوعاتو د پوځ له قوله ویلي، پوځ پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ د پاروم سره نزدې د زامران په علاقه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات ترسره شوي دي.
ويل شوي، چې کله پوځي عسکرو د علاقې د پاکوالي عمليات پېل کړل، ترهګر د خپلو پټو ځايونه څخه تښتېدل او ډزې يې پېل کړې.
په پوځي بیان کې ويل شوي په نښته کې بيا د بي اېل اېف تنظیم شپږ ترهګر وژل شوي، څوک چې په چيک پوستو په بریدونو او چاودنو کې ککړ وو، او د دوی د ولقې نه په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده.
خو په خبر کې د وژلو ترهګرو نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.
د پاکستان حکومت بي اېل اېف يا بلوچستان لبرېشن فرنټ نومې تنظیم په کال 2010 کې لاقانونه ګرځولی وو.
په اووم جون د پاکستان پوځ ویلي وو د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ضلعې په حسن خېلو او د بلوچستان په نوشکي سیمو کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عملیات کړي په او نښتو کې یې څلور ترهګر وژلي دي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت په بلوچستان او د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د عملیاتو او په نښتو کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي، خو بل لور ته بیا وخت په وخت په امنيتي ځواکونو هم د بریدونو پېښې رامنځته کيږي.