لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنشنل: افغان کډوال دې په زوره خپل ملک ته واپس نکړی شي


واشنګټن - د کډوالو د نړېوالې ورځې په نمانځنې سره، د بخښنې نړیوال تنظیم یا ایمنسټي انټرنیشنل ویلي، د هغو افغانانو سره تشدد او د بشري حقونو خلاف ورزي دې ختمه کړی شي کوم چې د افغانستانه نورو ملکونو ته کډوال شوي دي.

اېمنسټي انټرنشنل نن د ګل/دوشنبې په ورځ [جون ۲۰مه] څرګنده کړې ده چې افغان کډوال په پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ملیشیا، او ترکیه کې د هغو حقونو نه محرومه دي کوم چې نړېوال قوانین یې دوی ته ورکوي.

د بخښنې نړېوال تنظیم په رپوټ کې دا هم زیاته شوې چې افغان کډوال د وحشت، تشدد، بدې رویې، او د ایستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، ورسره تفریقي چلند کیږي، او د تعلیم، کار، پېژندګلوی، او د سفري دستاوېزاتو مشکلات هم لري.

اېمنسټي انټرنشنل ټينګار کړی چې د افغان کډوالو سره د تشدد پېښې او د بشري حقونو سنجیده خلاف ورزیو له کبله سخته فکرمندي لري او د دغه ډول وحشتناک چلند سره سره زیات هیوادونه له دغه سترو کړاونو څخه سترګې پټوي.

د بخښنې نړیوال تنظیم د معلوماتو په اساس، د کډوالو حقونه، د انسان بنیادي حقونه دي او د کډوالو ۱۹۵۱ کنونشن او د 1967 پروټوکول د کډالو د حقونو ملاتړ کوي چې په هغه کې د روښانه دلایلو پرته د ایستلو حق، د کار، ځای، تعلیمي حقوق، بشري مرستې، د مذهب آزادي، عدلي مرکزونو ته لاس رسی، د تګ راتګ آزادي او د سفر لپاره د پېژندنې دستاوېزات درلودل هم شامل دي.

د بخښنې نړیوال تنظیم د افغان کډوالو کړکېچ په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو اوږد مهاله ناوړه حالت بللی او ویلي یې دي چې اوس مهال څه باندې شپږ میلینه افغانان د جګړو، تشدد او غریبۍ له امله له خپلو کورونو او هیواده بې ځایه شوي دي.

یاد تنظیم ویلي چې له دغه شمېر څخه درې نیم (۳.۵) میلینه یې په کور دننه بې ځایه شوي او دوه اعشاریه شپږ (۲.۶) میلینه یې نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

اېمنسټي انټرنشنل ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راپدېخوا په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې وروسته له هغه هیواد نه د کډوالو بهیر نور هم زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي ددغه حالاتو اغېز په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو باندې د اندېښنې وړ دی چې د تازه بې ځایه شوو افغانانو ۸۰ فیصدي جوړوي. هغوی د خپل کورونو پرېښودو له آمله د رواني او ټولنییز فشارونو، جنسیتي زیاتیو او نورو زیانونو سره مخ دي.

اېمنسټي انټرنشنل ټینګار کړی دی چې په زور د افغان کډوالو ایستل دې ژر تر ژره پای ته ورسیږي او تر هغو چې افغانستان کې حالات سمیږي، نور ملکونه دې افغان کډوال په زوره نه باسي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس پاکستان ته کډوال شوي، هلته د ویزو په ختمېدو سره ورته ستونزې پیدا شوي او د قانوني اسنادو د نه درلودو په وجه یې ژوند د مشکلاتو سره مخ دی.

د افغانستان د فلم جوړولو صنعت یو مخکېني کارکن چې په افغان حکومت کې یې کار کاوه او اوس په اسلام آباد کې اوسیږي، وي او اې ډیوه ته وویل چې هغه یو بل ملک ته د مهاجره کېدو په امید څو میاشتې وړاندې پاکستان ته ولاړ خو اوس یې چې ویزه ختمه شوې، نو د وېرې بهر نشي وتلی.

د افغان سینما دغه کارکن چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، زیاته کړه چې په اسلام آباد کې یې د کډوالو چارو د ادارې (یو اېن اېچ سي آر) ته د کډوالۍ د کارت اخیستو درخواست هم ورکړی، مګر تر اوسه ورته کارت ندی ورکړی شوی او هیله من دی چې یو اېن اېچ سي آر د دوی دې ستونزې ته پام وکړي.

د دې رپوټ زیاتره معلومات د افغان سروس نه اخېستل شوي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG