لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند: د عثمان کاکړ د وژنې کال وشو خو انصاف ورته ور نه کړی شو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني سېنېټر او بلوچستان صوبې صدر عثمان کاکړ د مړينې د پېښې په کال پوره کېدو ياد ګوند په هغه دريځ دی چې عثمان خان کاکړ وژل شوی وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې صدر عبدالقهار خان ودان وي او اې ډيوه ته ويلي چې د عثمان کاکړ مرګ يو منظم او پلان شوی قتل دی، هغه په روڼا ورځ په خپل کور کې وژل شوی او و دوی ته انصاف نه دی ورکول شوی.

د ودان په خبره "د کاکړ په مرګ کې د پاکستان د دوو استخباراتي ادارو لاس دی".

د پاکستان استخباراتي ادارو دغو تورونو ته کوم ځواب نه وو ویلی خو هغه وخت حکومت دغه تورونه رد کړي وو.

د عثمان خان کاکړ کشر ورور منان خان کاکړ وايي، عثمان خان کاکړ ته د ژوند په اخري کلنو کې د مرګ دهمکۍ ورکول کېدې، وايي هغه ته ويل کېده چې تاسو رښتيا ويل، قامي سياست او دا لاره پريږدی ګنې وژنو دې، د منان په خبره په 2018م کال کې هغه ( عثمان کاکړ) باندې د ځانمرګي بريد پلان هم شوی وو.

خو هغه دا ونه ويل چې د چا له لوري داسې پلان ترتيب شوی.

منان خان وويل، په 17م جون 2021م باندې دوه نامعلومه کسان په کوټه کې د دوی کور ته ورننوتي او عثمان کاکړ يې په خپل مېلمستون کې پر سر وهلی، او هغه زياته کړې يې ده د دغو دوو تنو د دوی کور ته د ننوتلو ويډيو ريکارډنګ هم ورسره موجود دی.

د منان په خبره چې عثمان کاکړ د خپل مرګ د دهمکيو په اړه د پاکستان په سېنېټ کې پوره تفصلي وينا کړې او په هغه کې يې د پاکستان استخباراتي ادارو نوم اخيستی چې د دې دوو ادارو له لوري ورته د مرګ دهمکۍ ورکول کېږي.

عثمان خان کاکړ د 2021م کال په مارچ مياشت کې د پاکستان په سېنېټ کې په خپله اخرنۍ وينا کې ويلي وو چې پر رښتيا ويلو او جمهور پلوۍ باندې ورته د مرګ دهمکۍ ورکول کيږي.

هغه ويلي وو" زه که مړ هم شوم باک يې نه کوم، خو زما مرګ دې په حساب کې وي، زما د مرګ زمه واره به د پاکستان استخباراتي ادارې وي".

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو هغه وخت په کوټه کې خبري کانفرنس کې دا تورنه نه يوازي رد کړي وو بلکې ويلي يې وو، "ځېنې ملک دښمنه قوتونه د عثمان کاکړ د مرګ په حقله پروپېګنډه کوي, له يوې خوا زمونږ تاوان وشو مونږ له يوه عظيمه رهنما محرومه شوو، خو ځيني ملک دښمن قوتونه پر دې موقع ځينې غلط فهمۍ پېدا کوي".

د يو سوال په ځواب کې ضيا لانګو ويلي وو چې "که د عثمان کاکړ کورنۍ د هغه د مرګ په حقله کوم شک لري او د پلټونو غوښتنه کوي، حکومت يې مرستو ته تيار دی".

او د پاکستان د هغه وخت د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري د عثمان کاکړ د کورنۍ د دغه تور په ځواب کې وي او اې ډيوه ته
هغه وخت ويلی وو چې" داسې خلک شتون لري چې نفسیاتي مسله لري علاج ته اړتيا لري، څوک د خپل د پلا(عثمان کاکړ) په قبر سیاست نه کوي خو داسې ښکاري چې زوی يې د خپل پلار مړي ته هيڅ درناوی نه لري".

د بلوچستان حکومت بيا د 2021م کال د جولايۍ د مياشتې په اوله نېټه يو عدالتي کمېشن جوړ کړی او ويلي يې وو چې هر څوک د عثمان کاکر د مرګ په حقله کوم ثبوت لري او يا هم بل څه ويل غواړي، عدالتي کمېشن ته دې په يوه مياشت کې وړاندې شي، خو د کاکړ کورنۍ، د هغه ګوند او نه هم بل کوم څوک کمېشن ته وړاندې شول او له يوې مياشتې پس کمېشن ختم شو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر قهار خان او د عثمان کاکړ د کشر ورور منان خان په خبره دوی د جسټس قاضي فايز عيسی په مشري کې کمېشن غوښتلو غوښتنه کړې وه خو حکومت هغه ونه منله ځکه دوی دغه کمېشن ته نه وو وړاندې شوي او دوی هغه وخت ویلي وو، په بل کوم کمېشن باور نه لري.

قهار خان ودان وويل، دا د ملکي ادارو او حکومت کار دی چې د عثمان کاکړ مرګ پلټنې وکړې او په دغه پېښه کې ککړو خلکو ته سزا ورکړي.

د عثمان کاکړ مور ساره بي بي وايي، "عثمان زما مشر زوی دی، زما پينځه زامن او پينځه لوڼې دي، ما عثمان ډېر په خواريو را لوی کړی، ما غوښتل چې هغه لوی ډاکټر شي خو هغه د سياست لاره غوره کړه، هغه په سياست کې خوشحاله وو، زه هم بيا په خوشحاله وم ولې چې زما زوی چې وو، هغه د پښتنو او د بلوڅو لپاره سياست کاوه، که زه خبره وی چې دی به را څخه وژني زه به په هغه ورځ کوټې ته ورسره تللې ووم او ما به ټوله ورځ د ده پر حفاظت تيروله".

عثمان خان کاکړ د کال 2021م د جون پر 21مه نېټه د کراچۍ په يوه شخصي روغتون کې ساه ورکړې وه، هغه د 2021م پر 17 جون له خپل کور څخه د کوټې يو شخصي روغتون ته په ټپي حالت کې وړل شوی وو.

ډاکټر نقيب اڅکزي چې د عثمان خان کاکړ د سر اپرېشن يا لومړي عمليات يې کړي وو، هغه وخت و رسنيو ته ويلي وو، "د عثمان کاکړ په سي ټي سکېن کې د فالج يا بلې ناروغۍ يا دورې کوم ثبوت يا نخښې نشته، بلکې د هغه پر سر بلنټ چهوټ (کاري ضرب) وو، دا له هرې وجې کېدې شي له غورځېدو هم کېدی شي،او داسې زخم له وهلو څخه هم کېدای شي".

پښتونخوا ملي عوامي ګوند نن د عثمان خان کاکړ د مړينې په کال پوره کېدو په کوټه، پېښور او کراچۍ کې غونډې راجوړې کړي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG