لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي د پاکستان ایین نه مني خو حکومت وایي مذاکرات به ورسره د ایین چوکاټ کې کېږي


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي دملي امنیت په اړه دملکي‌ اؤ پوځي مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې دناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره به خبرې یوازې دایین په چوکاټ کې دننه کېږي.

خو څېړونکي پوښتنه راولاړوي چې هرکله طالبان دپاکستان ایین منلو ته تیار نه دي نو بیا به پاکستان هغوئ باندې خپلې خبرې دپاکستان دایین په اساس ومني.

دچهارشنې په ورڅ دملي امنیت په اړه دملکي اؤ پوځي مشرانو ترمینځ وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دبندو دروازو ترشا دترسره شوې غونډې په اړه میډیا ته داحوال ورکولو په وخت دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې طالبانو سره د روانو خبرو په اړوند به دپارلیمان باور ترلاسه کړل کیږي.

هغه ویلي په دغه غونډه کې دهیواد سیاسي مشرانو ته افغانستان سره دلګیدلې پولې د وضعیت اؤ ټي ټي پي سره دمذاکراتو په اړوند احوال تیر کړل شوی دی.

دکورنیو چارو وزیر ویلي غونډه کې پرېکړه شوې چې پاکستاني طالبانو سره په روانو خبرو دپارلیمان دغړو دباور ترلاسه کولو په موخه به دپارلیمان یوه غونډه دبندو دروازو ترشا راغوښتل کیږي چې پکې به وزیراعظم ددې بریفنګ یا احوال نه دپارلیمان غړي خبروي اؤ دهغوئ باور به ترلاسه کوي

دکورنیو چارو د وزیر وینا وه چې پاکستاني طالبانو سره به خبرې اترې دپارلیمان دڅارنې لاندې پرمخ وړل کیږي اؤ ټاکل شوې ده چې دا مذاکرات به دپاکستان دایین لاندې کیږي اؤ امن به هم دایین په اساس پرځائ کولی شي.

تيره مياشت د پاکستان حکومت د قباېلي مشرانو د جرګې د لارې کابل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د لاقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وؤ او طالبانو تر نامعلومې مودې د پاکستان په ضد ډز بندي اعلان کړې ده.

دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ په روانو مذاکراتو نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي دپوځ له لوري که ټي ټي پي سره په روانو خبرو پارلیمان اعتماد کې اخستل کیږي دا دستاینې وړ فیصله ده خو هغه بیا وایي چې ټي ټي پي په زغرده دپاکستان دایین منلو نه انکار کوي نو دا خبره به دحقیقت نه لرې وي ګنې پوځ به په هغوئ دپاکستان دایین لاندې خپلې غوښتنې ومني.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وویل پاکستان خو ټي ټي پي ځکه ناچله یا ناقانونه ډله ګرځولې چې هغوئ دپاکستان ایین ته غاړه نه ږدي اؤ اوس چې پوځ یا حکومت وایي ټي ټي‌ پي سره به مذاکرات دپاکستان دایین لاندې پرمخ وړي نو دا ناشونې خبره ده.

هغه وویل دې مذاکراتو کې چې دطالبانو لخوا دقبایلي سیمو د زوړ حیثیت دبیا بحالۍ اؤ دشرعي نظام دپرځائ کولو په ګډون ځینې نور مهم شرطونه پاکستان ته اېښودل شوي دي دهغې پوره کول به دپاکستان لپاره دومره اسانه نه وي ځکه نو هغه دا نه ګڼي چې ګنې دا مذاکرات به تر ډیره وخته پایدار یا ګټور ثابت شي.

د قامي سلامتيا دکميټۍ دا غونډه په داسىې وخت کې ترسره شوې چي حکومتي اتحاد کې شامل پيپلزګوند، پښتانه ملت پاله سياستمداران او د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند بل ملاتړي عوامي نيشنل ګوند هم د لاقانونه ټي ټي پي سره د مذاکراتو پسر انديښنى ښودلې دي.

دنهې په ورځ ترسره شوې دقامي سلامتیا دکمیټۍ غونډه کې د ګډون نه وړاندې د خيبر پښتونخوا صوبې پخواني اعلا وزير او د عوامي نپشنل ګوند د پارليماني کميټۍ غړي امير حيدر خان هوتي وي او اى ډيوه ته ویلي دافغانستان په اړه د پاکستان د تګلارى او تحريک طالبان پاکستان سره دخبرو اترو پسر که د دوي انديښنى لرې نه شوې نو د کميټۍ د غونډې وروسته به د خپل ګوند په مشاورت سره دوي خپل غبرګون ورکوي.

تيره مياشت د پاکستان حکومت د قباېلي مشرانو د جرګې د لارې کابل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د لاقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وؤ او طالبانو تر نامعلومې مودې د پاکستان په ضد ډز بندي اعلان کړې ده.

سياسي ګوندونه، څيړونکي او دپيښور په ارمي سکول کې دترهګرۍ پيښه کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ د لاقانونه ډلې تحریک طالبان سره خبرو اترو ته سخت غبرګون ښايي او په دې هم انديښمن دي چې طالبان د قبايلي سيمو پخوانی حيثيت بحالول غواړي.

د دفاعي چارو ماهر ډاکټر پرويز هود وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي ټي ټي پي يوه دهشت ګرده ډله ده او مذاکرات ورسره کول د حکومت لويه تير وتنه ده.

نوموړي ټينګار وکړو چې د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو پځائ د پاکستان رياست ته ددې ډلى په ضد پوځي عمليات کول پکار دي ځکه چې د طالبانو سره څه ډول جوړ جاړى به د رياست ټپټيدل وي.

د پاکستان حکومت دا مذاکرات په داسې وخت کې کوي چې پروسکال افغانستان کې د افغان طالبانو له حکومت راتلو وروسته پاکستان کې دټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي اؤ دغلته شتون ټي ټي پي او د روان کال لومړیو دریوؤ مياشتو کې د ټي ټي پي په حملو کې ١٠٠ پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG