لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ایین نه منو،که دښمن له مذاکراتو تېښته کوي مونږ به جګړه کوؤ،پاکستان ته د ټي‌ ټي پي جواب


پاکستاني طالبانو دحکومت اؤ پوځ هغه څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ ټي ټي پي سره به خبرې دپاکستان دایین په چوکاټ کې کولی شي.

ټي ټي پي پخپل یو تازه بیان کې په زغرده اعلان کړی دی چې هیڅکله دپاکستان هغه خودساخته ایین نه مني چې له مخې یې الهي شریعت تر اوسه قانون نه دی ګرځیدلی اؤ‌ د انسانانو رایې پکې دقانون جوړولو لپاره مهمه ګڼل کیږي.

څېړونکي وایي دپاکستان دحکومت وروستیو څرګندونو ته که هرڅو دټي‌ټي پي غبرګون بیخي سخت دی خو باوجود ددې هم طالبانو پاکستان سره دخپل اوربند ماتولو په هکله څه نه دي ویلي اؤ که چرې دمذاکراتو لړۍ پر وړاندې وړل وي نو دې لپاره پاکستان اؤ‌ ټي ټي پي‌ دواړو ته به خپلو دریځونو کې نرمښت راوستل وي.

تیره ورځ دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله مطبوعاتو ته ویلي وؤ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دملي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې دهیواد سیاسي اؤ پوځي مشرتابه پرېکړه کړې ده چې طالبانو سره به خبرې اترې یوازې دپاکستان دایین لاندې پرمخ وړل کیږي.

د رانا ثناء الله دې بیان ته خپل غبرګون کې دتحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي چې حکومت په دغسې څرګندونو دمذاکراتو نه تېښته کول غواړي خو دهغه په وینا "که دښمن دبامقصده مذاکراتو نه تښته غواړي نو مونږ ته هیڅ پریشاني نشته، بلکې زمونږ مجاهدینو ته به په ګرد هیواد کې دجهاد موقعه په لاس ورشي"

پاکستاني طالبانو پخپل بیان کې دپاکستان پوځ د دښمن په نوم یاد کړی اؤ ویلي یې دي مونږ ته دسولې دخبرو وړاندیز د دښمن پوځ له لوري شوی ؤ اؤ داسلامي شریعت له مخې هم دغه وړاندیز ته مثبت ځواب وویلو اؤ دخیرسګالۍ په اساس مو درې ځله اوربند اعلان کړو خو په دې دوران کې هم دښمن خپلې کارروایۍ دوامداره ساتلې وې.

ټي ټي پي پخپل بیان کې زیاته کړې ده چې هیڅکله به وسله ونه غورځوي اؤ نه به سرونه د دښمن پر وړاندې ټيټ‌ کړي.

د ټي ټي پي بیان کې دپاکستان دپوځ پر وړاندې جنګیدو ته هوډ څرګند کړل شوی اؤ ویل شوي" خپلواکي اؤ ازادي زمونږ حق دی اؤ مونږ به کله هم په دې حق ساز باز ونه کړو بلکې دخپلې مبارزې(چې هغوئ یې جهاد بولې) له لارې به ناپاک پوځ دخپلې زمکې نه وباسو"

دپاکستان اؤ طالبانو ترمنځ دسولې په روانو خبرو ژور نظر لرونکی خبریال رفعت الله اورکزئ وایي هرڅو که دطالبانو دا تازه غبرګون ډير سخت دی خو بیا هم هغوئ (ټي ټي‌ پي ) پخپل بیان کې د اوربند ختمولو څه نه دي ویلي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي رفعت الله اورکزي وویل تر اوسه دپاکستان د ریاست اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرې په ښه فضا کې ترسره شوي دي خو دواړو خواؤ چې کومې مطالبې ایښي دي هغه ډیرې سختې دي اؤ په هغې یو اتفاق ته رسیدل به دومره اسان کار نه وي.

"طالبان دپاکستان جمهوري نظام ته کفري نظام وایي اؤ منلو ته یې تیار نه دي اؤ حکومت اعلان کړی چې دایین لاندې به خبرې په مخکې وړي نو دا یقیناُ چې یوه جنجالي نکته ده اؤ که دواړه خواوې دستونزې هواری غواړي نو پخپلو خپلو دریځونو کې به ورته لچک ښودل وي"

دښاغلي اورکزي په خبره "دا مهال په اصل کې لویه ستونزه دپاکستان پوځ ته پېښه ده چې بریدونه پرې کیږي اؤ په مقابل کې طالبان ځان خوندي ګڼي ځکه چې هغوئ خو افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري بلکې داسې ګڼي لکه افغانستان کې چې دطالبانو دحکومت جوړیدو نه وروسته دهغوئ خپل حکومت رامنځته شوی وي"

دا په داسې حال کې ده چې دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دملي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې دپاکستان پوځي مشرتابه دهیواد سیاسي اؤ حکومتي مشرانو ته طالبانو سره دسولې د روانو خبرو په اړه احوال تیر کړی ؤ اؤ په دغه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې ټي ټي پي سره به روانو خبرو کې دپاکستان پارلیمان هم اعتماد کې اخستی شي.

په دې وروستیو کې دافغانستان دطالبانو دحکومت په منځګړتوب کابل کې دپاکستان اؤ ټي پي پي ترمنځ دسولې خبرې شوې چې دمطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې دسولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی ؤ چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي .

ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم کړې وه چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي.

له دغو مذاکراتو وروسته پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،څېړونکو اؤ دپېښور‌ د ارمي پبلک اسکول په ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو ټي ټي پي سره دسولې په خبرو کلکې نیوکې کړې وې چې پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې کولو واک نه لري.

دپاکستان په پوځ دا نیوکې هم کیږي چې طالبانو سره یې پخپل سر خبرې پیل کړي اؤ پارلیمان یې له دې خبرو ناخبره ساتلی دی خو تیره ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې پوځي مشرانو دهیواد سیاسي قیادت ته ټي ټي پي سره دشوؤ مذاکراتو په اړه احوال تیر کړی .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله مطبوعاتو ته ویلي چې تر دې وروسته به دپارلیمان یوه غونډه دبندو دروازو ترشا رابلل کیږي اؤ طالبانو سره دسولې په خبرو به دپارلیمان باور ترلاسه کولی شي.

بلخوا پاکستاني چارواکو او د ټي ټي پي سرچینو ویلي د حکومت او د ټي ټي پي د مذاکراتو لړۍ ودرېدلي ده. د ټي ټي پي سرچينو وي او ای ډيوه ته ويلي د خبرو اترو بيا پېل کېدو او اعتماد سازۍ د پاره د قبايلي مشرانو او علماو سره جرګې روانې دي، خو د زيارت ورځې پورې لا هم خبرې بيا نه دي پېل شوي، پاکستاني چارواکو هم ميډيا ته ويلي چې طالبانو سره یې خبرې ودرېدلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG