لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په لویو صنعتونو ۱۰ فیصده سپر ټیکس لګول شوی دی


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سپر ټیکس په نوم په ټیکسټايل یا کپړو، سیمنټو او اسټیل په شمول پر نورو ۱۳ؤ لویو صنعتونو د ۱۰ فیصده زیات ټیکس لګولو اعلان کړی دی-

د وزیر اعظم تر مخه دغه ټیکس به غریبۍ کمولو د پاره وې چې له امله به یې لنډمهاله ستونزې رامنځ ته شې خو د وخت سره به پر دغه ستونزو قابو وموندلې شي-

د اقتصاد پوهانو وینا ده چې ددغه سپر ټیکس اغېزې به پر عامو وګړو د کرانۍ په بڼه کیږي-

وزیراعظم دخپلې اقتصادي ډلې سره له غونډې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل هیواد د دیوالیه کیدو څخه بچ کولو د پاره یې سختې پریکړې کړي دي اؤ نن پریکړه شوې چې پر لویو صنعتونو لس فیصده سپر ټیکس لګول کیږي چې د غریبۍ کمولو د پاره به وي-

په کومو صنعتونو چې دا ټیکس لګول شوی هغې کې دپورته ذکر شوؤ صنعتونو ترڅنګ د چینۍ یا بورې، تیلو او ګیس،. ایل این جي ټرمینل، فرټیلايزر، بینکنګ، اټوموبل ،. کیمیکل، شریتونو او سیګریټو صنعتونه هم شامل دي-

د دې ترڅنګ د وزیراعظم تر مخه په یوه کال کې د ۱۵کروړه روپو پورې امدن لرونکو باندې به یو فیصد، ۲۰ کروړه امدن لرونکو باندې به ۲ فیصده، ۲۵ کروړه امدن لرونکو باندې به ۳ فیصده او د ۳۰ کروړو څخه زیات امدن لرونکو باندې به ۴ فیصده ټیکس لګول کیږې-

د وزیراعظم دغه اعلانونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپور دپاتې پیسو پسر دپاکستان خبرې دوام لري-

شهباز شریف زیاته کړې د ایې ایم ایف سره کیدونکو خبرو کې وړاندې کړل شوي څه شرطونه یې منلي اؤ که چرې نور شرطونه وړاندې نه شول نو هیله ده چې لوظنامه به ورسره سر ته ورسي-

اقتصاد پوهه پروفیسر منظور وې او اې ډیوه سره خبرو کې واېي پر صنعتونو لګول شوی ټیکس به پر عامو خلکو لګیدونکی یو بلاواسطه ټیکس وي چې د وړاندې څخه ګرانۍځپلي عام وګړي یې له اغېزو نه شي بچ کیدای.

هغه وایي د اقتصاد د ښیګړې د پاره د ټیکسو سره سره حکومت ته به خپلې بې ځایه خرڅې کمول او صادراتو کې زیاتوالی راوستل وي خو ددغه ټیکسونو لګولو څخه به صنعتونه د نورو ستونزو ښکار شي-

دجمعې په ورځ دحکومت ددغه پریکړې په نتیجه کې اسټاک مارکیټ ۲ زره څخه زیات پواینټونه راغورځیدلی او د ډالر په مقابله کې روپې یوځل بیا ۲۰۸ روپو ته رسیدلې ده چې د چین څخه د ۲.۳ بیلیونه ډالرو د قرض د لوظنامې وروسته د ۲۱۰ روپو څخه ۲۰۶ روپو ته رارسیدلې وه-

د سپر ټيکس پر حکومتې پریکړې پر ټولنیزو رسنیو هم سخت عکس العمل مخې ته راغلی-

دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف یو مشر حماد اظهر خپل ټویت کې لیکي "د اجناسو او د انرژۍ د بعیو د لوړیدو له امله صنعت د وړاندې څخه د ستونزو سره مخ دی- دا سپر ټيکس به د دوي په بیلنس شیټونو کې لیکل کیږي او په بیلا بیلو حالاتو کې به عام کس ته رسې- چې مطلب یې نوره ګراني ده"

یو صارف یونس ملک لیکې د حکومت تر مخه پر مالدارو یې ټیکس لګولی خو مالداره به دغه ټوله بار پر عامو خلکو د ګرانۍ په بڼه واچوي- باید یو داسې قانون هم جوړ شوی وای چې مالدارو دا ټیکس ورکولی او ددې اثر عام ولس ته نه رسیدلی-

حیا ارمان لیکي نوي ټیکسونه به نه یوازې اقتصادي عمل نور سست کړي بلکې ورسره به ګراني نوره هم زیاته شي-

حکومت د اقتصادي بحران تور د تجریک انصاف پر تیر حکومت لګوي او د پیپلز ګوند سره تړاؤ لرونکې مرکزي وزیره شیري رحمان وایي هیواد د دیواله کیدو څخه بچ کولو دپاره حکومت د نړیوالې مالیاتې ادارې ایي ایم ایف دشرطونو منلو نه پرته بله لاره نه لري-

حکومت د تیرې میاشتې راهسې پرله پسې د پیټرولو نرخونه ۲۳۴ روپو ته رسولي او د بجلۍ یو یونټ هم د ۱۶ روپو څخه ۲۴ روپو ته زیات کړی شوی دی-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG