لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيکانو د امنيت له کبله د پېښور نه پنجاب ته کډې کول پېل کړي


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې مېشت سيکان وايي، په وروستيو کې د سيکانو د وژنو پېښې اندېښمن کړي او دومره ويرولي چې د سيکانو ډېرې کورنۍ د امنيت دپاره پنجاب صوبې ته کډه شوي او نور هم هڅې کوي چې د پېښور نه بل ځل ته منتقل شي.

بابا جي ګورپال سينګ چې ځان په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمه کې د سيکانو استازی معرفي کوي، وايي پېښور کې چې په وروستيو کې کوم دوه سيکان وژل شوي، دغه پېښې په سيکانو کې سخته ويره خوره کړې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، ډېرو سيکانو پېښور د امنیت له امله پرېښودی دی.

"د پېښور نه ځينې کډې لاړې په دې وجه چې پېښور کې د امنیت ځينې مسلې جوړې شوي دي وخت په وخت، نو هغوی پنجاب لږ بهتر/ ښه ګڼي، ځکه دوی د پنجاب بېلابيلو ښارونو ته لاړه".

ګورپال سينګ وويل، په يو وخت کې په پېښور کې د 15000 پورې سيکان مېشت وو اوس دغه شمېره د شپږنیم نه تر اووه زره پورې راکمه شوې ده.

د پېښور د سربند ټانې په حدودو کې په 15 مې دوه سيکان په ډزو وژل شوي او داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه، له دغې وړاندې د تېر کال اکتوبر په مياشت کې په پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سينګ د وژنې زمه واري هم داعش منلې وه.

د مې په مياشت کې په وژل شوو سيکانو کې د وژل شوي يو سيک رنجيت سينګ ورور نريندر سينګ وايي، د ورور د وژنې وروسته ورته کوم ګواښ نه دی شوی خو دوی ويريدلي او اراده لري چې د پېښور نه کډه وکړي.

"چې د سړي سره داسې حادثې وشي نو زمونږه ضمير نوره دغه خبري مني نه، چې مونږ نور دغلته [په پېښور] کې پاتې شو".

هغه وويل د ګټې وټې يې دغه يو ورور وو هغه ووژل شو او اوس يې کورنۍ سخته اندېښمنه ده ځکه غواړي چې پنجاب ته کډه شي.

د سيکانو په وېنا د پېښور نه د مې د مياشتې وروسته د 20 نه زياتې کورنۍ پنجاب ته کډه شوي دي.

وي او اې ډیوه د کډه شوو سيکانو سره خبرې کړي خو دوی په ځواب کې ويلي چې نورې مسلې ورته جوړيږی ځکه دوی په مطبوعاتو خبرې کول نه غواړي.

په پېښور کې مېشت سيکان د امنيت د نشتوالي تور لګوي او وايي چې وخت په وخت يې حکومتي چارواکي او پوليس خبر کړي دي، خو دوی ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی.

ګورپال سينګ وويل، وزیراعلا محمود خان او د صوبې پوليس مشر هم دوی ته وخت نه دی ورکړی چې دوی ورته خپله د امنيت مسله وړاندې کړي.

خو د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف وايي يو خو دوی داسې کوم مالومات نه لري چې د پېښور نه سيکانو کډې کړي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، بل دا چې په پېښور کې د سيکانو په ګوردوارو پوليس ولاړ دي او په وروستيو کې چې کومې پېښې شوې وې هغه د ترهګرۍ پېښې وې او په پاکستان کې هر څوک د ترهګرۍ ښکار شوي دي.

هغه وويل، د وروستيو پېښو وروسته هغه په خپله د دوی تپوس له ورغلی دی، "دا خبره بالکل غلطه ده چې د دوی چا تپوس نه دی کړی، د دغه پېښې په دوېمه ورځ زه په خپله ورله تلی يم، ګوردوارې له تللی يم هغه چې کوم کسان مړه وو د هغو د کورنيو سره او هر چا سره مېلاو شوی يم".

پاکستان کې وخت په وخت په مذهبي لږکيو د بريدونو او د دوی په مذهبي ځايونو د حملو پېښې مخې ته راځي.

د بشري حقونود څآر نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ د روان کال په سر کې په پاکستان کې په مذهبي ازاديو اندېښنې څرګندې کړې او د سخت دريځه مذهبي ډلو لخو يې په اقليتي ډلو احمديانو او هندوانو د زور زياتي غندنه کړې وه.

د هيومن رايټس واچ په رپورټ کې په احمديانو، هندوانو او نورو لږکيو باندې د زياتېدونکې تشدد يادګېرنه شوې وه.

خو پاکستان تل دغه دريځ خپل کړی چې د پاکستان په ايين کې د ټولو بشري، مذهبي او سیاسي حقونو خبره شوې او ټولو ته خپل حقونه او تحفظ ورکول کيږي.

په 18 جون په کابل کې د سيکانو په ګوردواره بريد شوی او داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د ياد برید وروسته په کابل کې هم سيکانود نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو نه غوښتي وو چې په کابل کې د پاتې سیکانو په اړه دې فکر وکړي او زر تر زره دې له دې ښاره وباسي.

د روانې میاشتې جون په درېمه نېټه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو په اړه رپوټ کانګرس ته وړاندې کړی او ویلي يې وو چې په چین، پاکستان، هند، افغانستان، روس، برما او نورو هېوادونو کې تېر کال د مذهبي ازادیو حالت ښه نه وو او د مذهبي لږکیو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د مذهبي ازادیو حالت په ډرامایي توګه خراب شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG