لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او روس له بندیزونو سره سره د دوه اړخیز تجارت زیاتول غواړي


واشنګټن- د روس او افغانستان د تجارت د څانګو چارواکو يوه نوې لوظنامه لاسليک کړې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت نور وغځوي.
دا لوظنامه په داسې وخت کې شوې چې ياد هېوادونه د امريکا او يورپ لخوا د سختو بندېزونو سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګرظ او صنایعو خونې (د افغانستان د چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټري) او د روس د بزنس کونسل کواپريشن وېد افغانستان چارواکو دا اوونۍ یاد تړون په سينټ پيټرز برګ کې لاسليک کړې.

د افغانستان د چيمبرز معاون مشر محمد يونس مومند ويلي “مونږ غواړو دوه اړخيزه کاروبار له وده ورکړو او سيميز ورکړه راکړه سېوا کړو”.

د افغانستان په استازیتوب یونس مومند او د روس ډیټري انټونوف په دغه تړون لاسلیک کړی.
مومند وويل “دا ريښتيا دي چې بندېزونه مونږ ځوروي ولې مونږ هم هسې نه شو کېناستلی چې ننداره به کوو”.

هغه وويل روس تيار دی چې دوه اړخيزه تجارت سېوا کړي او زياته يې کړه د سينټ پيټرز برګ اکنامک فورم په غونډه کې يې د ايران سره هم يوه اوږدمهاله لوظنامه لاسليک کړې ده.

ايران هم د اوږدې مودې نه د خپل متنازعه ايټمي پروګرام او په منځني ختيځ کې د ترهګرو ډلو سره د مبينه مرستو په سر د امريکا له بندېزونو سره مخ دی.

مومند وويل که څه هم دا لوظنامه غير سياسي ده خو ولې بيا به هم د پلي کولو د پاره د روس او طالبانو د حکومتونو ملاتړ ته اړتيا لري.
د طالبانو د حکومت يو پلاوی به ډېر ژر د ماسکو سفر کوي چې د لوظنامې د عملي کولو لارې چارې ولټوي.

په واشنګټن کې د روس سفارت د لوظنامې په هکله د وي او ای پوښتنو ته ځواب ونه ويلو. روس د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه مني خو ولې د طالبانو سفارتکارانو ته يې په ماسکو کې د کار کولو اسناد ورکړي او په کابل کې يې خپل سفارت پرانستی ساتلی.

د حصارې جغرافيا سره مخ افغانستان د سختو مالي بندېزونو سره هم مخ دی او د طالبانو د واک نيولو وروستو ياد هېواد د سختو اقتصادي ستونزو نه تېريږي.
امدادي ادارې وايي، د افغانستان نزدې 90% خلک په روزمره توګه پوره خوراک نه لري.

د لوظنامې تر مخه افغانستان تمه لري چې د روس نه به غنم او تېل په کمو بيو اخلي. د مومند په وينا افغانستان ته هره مياشت د 150,000 ټنه تېلو ضرورت دی. مومند وايي، افغانستان به د روس نه نزدې دوه ميلين ټنه غنم ملک ته راغواړي.

امريکايي چارواکي وايي، په اوکراین د روس يرغل په نړۍ کې د خوراک او تېلو د بيو په ختلو کې يواځينی سوب دی خو ولې روس دا نه مني.

د څېړنيزې ادارې فارن پاليسي ريسرچ انسټيټيوټ کارمند ميګزيميلين هېس وي او ای ته په دې اړه ويلي “روس خپلې دانې او نور څيزونه د اوکرين د شخړې په وخت داسې کاروي چې تعلقات پرې روغ وساتي”.

هغه وويل، د افغانستان سره لوظنامه تشه د ښودلو د پاره يوه هڅه ده او روس غواړي دا تاثر خور کړي چې اوس يې هم ملګري شته او تجارت ورسره کوي.
هېس وايي، د دې نه دا هم څرګنديږي چې د غربي بندېزونو په غبرګون کې روس د افغانستان او ایران سره د تجارتي اړیکو ټينګول غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG