لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا ۲۵ ضلعو کې سبا د پولیو ضد کمپین پیل کیږي


د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي د ۲۷ م جون نه به د صوبې په ۲۵ ضلعو کې د پوليو ضد کمپېن پېل کيږي چې پکې به ۲۵ لکو او ۸۰ؤ زرو ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد څاڅکې ورکړل کيږي.

د صحت محکمې چارواکي وايي په نزديو کې په شمالي وزيرستان کې دپولیو يوشمېر کېسونه رپورټ شوي، بايد چې ټول والدین خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکول باوري کړي او خپل بچي دغه ټول عمري معذورتیا نه وژغوري۔

د خېبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو څانګې ويلي د پوليو کمپېن پرانسته د خېبر پښتونخوا وزير اعلا محمود خان په پېښور کې کړې ده، او ويلي یې دي صوبايي حکومت د ټولې صوبې نه د پوليو وايرس ختمولو ته ژمن دی اؤ ټولو والدینو ته پکار دي چې خپلو پينځو کالو نه کم عمره ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

وزير اعلا ويلي د پوليو وايرس ختمول زمونږ اجتماعي ذمه واري ده، مونږ ته خپلو راتلونکو نسلونو ته يو خوندي راتلونکی ورکول دي او په دې کې د ټولنې ټولو طبقو ته پکار ده چې خپل رول ولوبوي۔

د خېبر پښتونخوا د ټيکو لګولو د محکمې مشر محمد عارف وي او ای ډيوه ته وويل په پاکستان کې سږکال دپولیو ټول لس کېسونه د خېبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې رپورټ شوي او د وايرس د نور خپريدو د مخنيوي د پاره دا کمپېن دير مهم دی.

د خېبر پښتونخوا حکومت د اطلا تو څانګې ويلي په کمیپين کې د يولسو زرو نه زيات ټيمونه برخه اخلي او د دوي په امنيت به ۱۴ زره پوليس اهلکار ګمارل کيږي،

د صوبې د پوليو محکمې مرستیال ډائريکټر محمد ذيشان ډيوه ته وويل وړاندې به يو پوليو ټيم سره يو پوليس اهلکار ؤ خو په دې کمپېن کې دوه پوليس اهلکار ورکړل شوي اؤ ددې ترڅنګ به به کمپین کې موبايل سيکورټي او کيو ار ايف ټيمونه هم برخه اخلي،

نوموړي وويل د پوليو ټيمونو ته به هر ممکنه امنیت ورکړل کيږي۔

په شمالي وزيرستان کې د روانې مياشتې په پیل او په نيمایي کې هم دپوليو کيسونه رپورټ شوي وو، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو لس او تېر کال یوه پېښه مخې ته راغلې وه، په 2020م کې په پاکستان د پوليو 84 پېښې رپورټ شوې وې۔

ډاکټران وايي پاکستان د نړۍ هغه څو هېوادونو کې دی چې د پوليو وايرس پکې شتون لرې او دا وايرس به په مکمله توګه هله ختميږي چې ماشومانو ته په تواتر سره د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG