لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنرال باجوه د مشرف معاینې له د پوځي ډاکټرانو په بوتلو سختې نیوکې شوي


په پاکستان کې د قانون او ایین دماهرینو لخوا دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه لخوا دوبۍ کې دپخواني پوځي امر جنرال(ر) پرویز مشرف پوښتنې له په ورتګ اؤ دهغه معاینې له دپاکستاني پوځي ډاکټرانو په ور وستلو په سوشل میډیا سختې نیوکې روانې دي.

ایینې پوهان وایي جنرل مشرف دپاکستان د ایین او جمهوری روایاتو څخه سرغړونه کړې او بیا عدالت هغه ته دمرګ سزا اورولې ده او د فوځ د مشر هغه له ته ورتګ د عدالتونو او دپاکستان د نظام په مخ سپیړه ده.

خو پوهان وایي د بشری حقونو په اساس مشرف دا حق هم لري چی د هغه علاج وشي او د پاکستان قانون ددې خبرې اجازه ورکوي چې د قانون په چوکاټ کې دننه دهغه د صحت خیال وساتلی شي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پخواني پوځي امر جنرل پرویز مشرف د کورنۍ د خولی وایي موجوده د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ځان سره یو شمیر پوځي ډاکټران په دوبۍ کې د مشرف د معاينې دپاره بوتلي اؤ هلته یې د هغوی معاینه یې کړې ده خو د پوځ د میډیا د څانګې له خوا په هکله څه بیان نه دی جاري کړل شوی .

د ایېن او قانون پوهان وایې د پاکستان هر وګړی د ایېن او قانون نه پورته نه دی او باید چی هر وګړي سره قانوني چلند وشي.

په خيبر پښتونخوا کی د هایکورټ وکیل طارق افغان وي او ای ډیوه ته وایې پخواني پوځي مشر جنرال مشرف د ایېن او جمهوري روایاتو سر غړونه کړې او بیا عدالت هغه ته سزا اورولې ده.

طارق افغان وایي د پاکستان د پوځ د مشر لخوا مشرف ته ورتګ دا څرګندوي چې د عدالتونو د فیصلو او پاکستان د ایېن څه حثییت نشته.

"د جنرال باجوه مشرف ته ورتګ د پاکستان د عدالت د فیصلې په مخ او نظام یوه سپېره ده ،ددی نه دا واضحه کیږې چې په دې ملک د عدالت، پارلیمان او ایېن هیڅ حثیت نشته دا یو غیر قانوني، غیر ایینې او غیر اخلاقی اقدام دی چی له امله یې د عدالتونو او سیاسی قوتونو هم سپکاوی شوی دی"

جنرال مشرف په کال 1999 کې د هغه وخت دمنتخب وزیر اعظم نواز شریف حکومت ړنګ کړی ؤ او په ملک کې یې مارشل لا لګولی وه او د کال 2008 پورې د پاکستان صدر جوړ شوی ؤ خو په کال 2019 کې خصوصې عدالت د پاکستان د ایېن د 6مې مادې لاندې هغه ته د مرګ سزا اورولې وه بیا د لاهور هایي کورټ دغه سزا غیر قانوني ګرځولې وه .

دخيبر پښتونخوا دکورنیو چارو پخوانی سېکتر او د پولیس مشر سید اختر علی شاه وایي د پاکستان دننه نه کومه اداره او نه کوم یو وګړی د ایېن او قانون څخه بالا دی او که څوک هم د قانون سرغړونه کوي نو هغوی ته د قانون مطابق سزا ورکول کېږي.

خو هغه بیا وي او ای ډیوه ته وایي د بشری حقونو د قانون لاندې د پاکستان قانون یو وګړی ته دا حق هم ورکوي چې د قانون لاندې د یو تن د صحت خیال هم وساتلی شي.

"د پاکستان د ایېن د 5 مادې لاندې هر پاکستانی وګړی د ایېن او قانون تابع دی هم د ایېن لاندې عدالت پرویز مشرف ته سزا ورکړه او هم ددې قانون لاندې هغوی دسزا خلاف اپیل کړی ؤ ، هره اداره د قانون لاندې ده خو د بشری حقونو د قانون لاندې یو تن ته دا حق هم ورکړی شوی چی دقانون په چوکاټ کې د هغه علاج هم وشي"

د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په دې وروستو کې د سوشل میډیا د لارې ویلي وؤ چې د جنرال مشرف سره شخصی دشمنې نه لري هغه که پاکستان ته راتلل غواړی نو حکومت دی ورته اسانتیاوې برابرې کړي خو د سوشل ميډيا له خوا په دې سخت غبرګون مخې راغلی ؤ چې نواز شریف دا واک نه لري چې مشرف ته بخښنه وکړي .

د قانون پوهان وایي د عدالتونو د لاری باید پرویز مشرف سره قانوني چلند وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG