لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف:پاکستان د سقوط له خطره وتلی،ایي ایم ایف به زر یو یا دوه اربه ډالر راکړي


دپاکستان حکومتې مشرانو دعوه کړې چې پاکستان د ديوالیه کېدو یا دسقوط دګواښ څخه ژغورل شوی اؤ ډير ژر به د نړیوالې مالیاتې ادارې ایي ایم ایف سره معاهده وشي.

په اسلام اباد کې د منصوبه بندې د وزارت د سیوري لاندې راجوړ شوي ټرن اراونډ کانفرنس ته وینا کې وزیراعظم شهباز شريف ویلي د ایي ایم ایف څخه به ډیر ژر د یو څخه تر دوه اربه ډالر تر لاسه شي.

وزیراعظم وویل د هغه حکومت پر صنعتي سکتور ۱۰ فیصده ټیکس لګولی خو وې وېل چې د دي بار به په ولس نه ورغورځيږي.

خو دشهباز شریف ددې دعوې برعکس بیا دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشران وایي چې په لویو صعنتونو دلګول شوي ۱۰فیصده سپرټیکس له امله به دغو کارخانو کې دجوړیدونکو توکو بیعې لوړې شي اؤ زور به بې د بې وزله ولس څخه وځي.

بل پلو ته د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل ویلي له IMF څخه ورته میمورنډم اف اکنامک اینډ فنانشل پالیسی یا د اقتصاد او مالي پالیسۍ د یادداشت مسوده ترلاسه شوې ده-

هغه وويل پاکستان اوس د دیواله کیدو د خطرې څخه وتلی دی او حالات اوس هم سخت دې- دغه تګ لارې ته به دوام ورکول وي او پر لګښتونو به قابو موندل وي-

په اسلام اباد کې د اسلامې پوهنتون د اقتصاد دڅانګې پروفیسر معراج الحق وې او اې ډیوه سره خبرو کې واېي د حکومتې مشرانو د دعوؤ ترمخه که چرې د اېي ایم ایف سره لوطنامه سرته ورسیده نو هیواد د اقتصادي بحالۍ لپاره به پاکستان ته د اسیاېې پرمختیایي بینک په شمول نورو نړیوالو مالیاتې ادارو او هیوادونو څخه هم پورونه تر لاسه کول اسانه شي-

میمورنډم اف اکنامک اینډ فنانشل پالیسی ایم ای ایف پي کې احتياطي تدابير شامل دي کوم چې بايد د پاکستان د مقدمې په ایي ايم بورډ کې د پورته کېدو او په نتيجه کې راتلونکې مياشت د يو ارب ډالرو جاري کولو څخه وړاندې عملي کړل شي.

د پاکستان او ایي اېم اېف تر منځ وروسته له هغې د جون په ۲۱مه دغه معامله هواره شوه، کله چې پاکستاني چارواکو د 2022-23 مالي کال په بجټ کې د اضافي ټېکس او پټروليم محصول په تدريجي ډول د ۵۰ روپيو في ليټر لوړولو ژمنه وکړه-

ددغه لوظنامې د ترسره کیدو د پاره حکومت په وروستیو کې پر دیارلسو لويو صنعتونو ۱۰ فیصده ټیکس ولګولو او تنخاداره طبقه باندې هم د ټیکسونو دروند بار واچول شو-

حکومت دریځ لري چې هیواد د دیوالیه کیدو پرلوري روان شوی ؤ ځکه یې سختې فیصلې وکړې اؤ دپټرولیم مصنوعاتو دبیعو لوړولو ترڅنګ یې د ټیکسونو دایره پراخه کړه.

خو حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف بیا تور لګوي چې حکومت د ایي ایم ایف فشار ته دغاړې اېښودلو صلاحیت نه لري اؤ د ایي ایم ایف په وینا یې ولس دګرانۍ په لومو کې نښلولی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG