لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بهرنیو هیوادونو پرضد د عمران خان بیانونه نړۍ سره د پاکستان په اړیکو څه اغېز لري؟


د امريکا په سينيټ کې داکثريټي ګوند مشر يا قايد ايوان چک شومر د پخواني وزيراعظم عمران خان امريکا ضد بيانونه د پاکستان او امريکا د دوه اړخيزه اړيکو دخرابیدو لویې سوب ګرځولى دى .

وړاندى نه د پاکستان حکومت تور لګوي چې عمران خان د خپل سياسي ګټو لپاره دبهرنیو هيوادونو په ضد غير ذمه ورانه بيانونو ورکوي چى له امله ېې د پاکستان دغه هيوادونو سره اړيکي متاثره شوې دي

نيويارک کې د پاکستاني نژاد امريکایي وګړو غونډې ته وينا دپه وخت ښاغلي چک شومر وويل پخوانی وزير اعظم عمران خان د امريکا په ضد منفي خبرى کوي .

هغه د وزير اعظم شهباز شريف په واکمنۍ کې د دوه اړخيزه اړېکو پځاې کيدو هیله څرګنده کړې او په دې اړه یې دخپل کردار لوبولو پخلى هم کړى دى.

پرون دقامي اسمبلى غونډه کې د دفاع وزير خواجه اصف د کيڼډا ديو پارليماني غړي لخوا دپاکستان دکورني سياسي حالاتو پسر د پوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په ضد دتقرير معامله راپورته کړې وه او ددې ذمه وار ېې هم پخوانى وزېر اعظم عمران خان ګرځولى ؤ.

خواجه اصف دريځ خپل کړی ؤ چې که عمران خان د هيواد دننه او بهر د ملکي ادارو په ضد پروپپګنډې نه کولې نو دکينیډا د پارليمان غړي ته به هم دا موقعه په لاس نه ورتله.

که څه هم څيړونکی ډاکټر حسن عسکري دا يو سياسي بیان بولي او وايي داسې ښکاري حکومتي وزيران د حکومت ناکامۍ نه دپام اړولو لپاره دهر څه پړه په عمران خان اچوي خو حسن عسکري د امريکا دسينیټ قايد ايوان بيان سره ډير حده پورى اتفاق لري.

او ای ای ډیوه سره خبرو کې حسن عسکري وويل دى کې شک نيشته چې پخواني وزير اعظم عمران خان د پاکستان او امريکایي سفارتي چارواکو ترمنځ ملاقات او په دې اړه مراسله د بې باورۍ تحريک سره تړلې وه او دا چې بيا یې دې سره تړلې مراسلې په کوم ډول جلسو کې کارولى نو دې سره دوه اړخيزه اړيکو ته ډير زيان رسيدلى دى.

خو حسن عسکري زياته کړه د پاکستان او امرپکا ترمنځ د وړاندې نه د چين افغانستان او په نور چارو چې کوم اختلافات دي هغه دې سره تړاو نه لري.

د امريکا حکومت څو ځل د عمران خان تورونه رد کړى دي او پاکستان کې سياسي او عسکرې قيادت باندې ګډې کميټۍ هم د عمران خان حکومت په ضد دبې باورى دتحريک تر شا د امريکا يا بهرني سازش امکان رد کړى دى خو پخواني وزير اعظم عمران خان او دهغه تحريک انصاف ګوند په دى باور نه لري او غوښتنه کوي چې په دى اړه دې د سپريم کورټ دچيف جسټس په مشرۍ د پلټنو لپاره عدالتي کميشن جوړ کړى شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG