لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ زده کوونکی عبدالحفيظ بلوڅ د ترهګرۍ ضد عدالت بري کړی او خوشی کړی دی


په اسلام اباد کې د قايداعظم پوهنتون د بلوچستان زده کوونکی عبدالحفیظ بلوڅ د ترهګرۍ ضد عدالت بريد کړی او خوشی کړل شوی دی.

حفيظ بلوچ د روان کال د مارچ په 15مه د نيول کېدو وروسته د نصيرآباد مرکزي زندان کې بندي وو.

نوموړی د عدالت د فېصلې وروسته خوشی کړل شوی او ويلي يې دي، د هغه لومړيتوب دا وو چې خپلې زده کړې بیرته پېل کړي.

حفیظ بلوڅ ویلي چې د خپلې کورنۍ سره د لیدو وروسته به په قيئداعظم پوهنتون کې خپلې زده کړې بيا پېل کړي. هغه ويلي، فکر کوي چې زده کړې يې ډیرې اغېزمنې شوي دي.

حفیظ بلوڅ په قايداعظم پوهنتون کې د اېم فل زده کوونکی دی او د اېم فل په خري سمسټر کې وو چې په زوره لادرکه شوی وو.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد پوليسو څانګې (سي ټي ډي) د مارچ په 15مه د حفیظ بلوڅ په ضد د ترهګرۍ تر قانون لاندې مقدمه درج کړې وه چې پکې د بلوچستان په جل مګسي سیمه کې د هغه د نیول کیدو حواله ورکړل شوې وه.

د بلوچستان سي ټي ډي دعوه کړې وه چې د مارچ په 15مه د عبدالحفيظ بلوڅ څخه بارودي مواد ترلاسه شوي وو چې په اساس يې د ترهګرۍ ضد قانون د مختلفو مادو لاندې د هغه مقدمه ثبت کړی شوې وه.

د هغه په ضد د سي ټي ډي په اېف ايي ار کې ويل شوي وو چې "د کالعدم تنظيم بي ايل اې اسلم ډلې يو ځوان يو تور بېګ په لاس کې وو چې په پښو روان وو او په شکمن حالت کې د جهل مګسي له لارې جعفر آباد ته روان وو ونيول شوی وو"

د بې درکه شوو کسانو وکيل عمران بلوڅ وايي چې د ترهګرۍ ضد د عدالت جج [قاضي] محمد علي مبین د امر په سره حفیظ بلوڅ له ټولو تورونو بري کړل شو او د هغه د خوشي کولو امر یې وکړو.

د نوموړي وکيل په وینا استغاثه په عدالت کې په حفیظ بلوڅ لګول شوي تورونه ثابت نه کړل شو.

حفیظ بلوڅ د خضدار ضلعې د باغبانې سیمې اوسیدونکی دی.

حفيظ بلوچ د روان کال د فرورۍ په اتمه نيټه د خضدار ښار څخه بې درکه شوې وو او د هغه پلار حاجي محمد حسن د خضدار سټي پوليس سټيشن کې مقدمه درج کړې وه.

هغه ویلي وو چې حفیظ بلوڅ د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې له اسلام اباد څخه خضدار ته په رخصتۍ راغلی وواو دلته بيا په پټ مخ کسان راغلي او هغه يې په زوره وړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG