لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وایرس د خورېدو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده


دپاکستان د صحت قامي اداره (اېن ایي اېچ) وايي په ملک کې د کرونا وایرس دکېسونو شمېر يو ځل بيا مخ په زياتيدو دی او د جولايي په وړومبۍ نېټه جاري کړل شوو شمېرو کې يې ويلي په ملک کې ۶۹۴ د کرونا نوي نوې پېښې مخې ته راغلې دي.

د روغتیا د ادارې شمیرې وایي دا مهال پاکستان کې دکرونا د مثبتو کېسونو کچه درې اعشاريه نهه فيصده ته رسېدلې ده اؤ دا په تېرو څلور نيمو مياشتو کې د نوؤ کېسونو تر ټولو زياته شرحع ده ۔

د طب پوهان وايي ذکرونا کېسونو کې نوې اضافه د انديښنې وړ خبره ده او بايد چې خلک ددې وايرس نه د ځان ساتنې اختياطي تدابير خپل کړي۔

د اېن ایي ايچ لخوا د وړومبي جولایي دجاري کړو شمیرو ترمخه په ملک کې د کرونا له امله کوم تن ژوند د لاسه نه دی ورکړې خو د ۱۰۱ ناروغانو حالت سخت ښودل کيږي۔

پاکستان کې د کرونا د ټولو کېسونو شمېر ۱۵ لکه او د ۳۶ نه سېوا شوی دی، په ۳۰ مجون ۶۴۱ کېسونه رپورټ شوي وو، د مثبتو کېسونو کچه درې اعشاريه څلور فيصده وه، دوه تنه د وايرسو له امله مړه شوي وو او د۱۱۹ مريضانو حالت سخت ښودل شوی وو۔

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي وياند ډاکټر احمد زېب وويل په تېرو څو هفتو کې د کرونا کېسونه تر ډيره حده کم شوي وو، د کرونا د پاره ځانګړو وارډونو کې د مريضانو شمېر د نشت برابر شوی ؤ خو اوس د څو ورځو نه د مريضانو راتګ او د کېسونه شرحه بيا زياته شوې ده او د اندېښنې وړ خبره دا ده چې خلکو اختياطي تدابير پرېښودي او په راتلونکو ورځو کې د اختر د ګڼې ګوڼې په مهال دا وايرس نور هم په چټکتیا سره خوريدی شي۔

د اېن ایي ايچ شمېرې ښايي چې د ۱۳ کروړه نه زياتو تنانو ته د کرونا ضد ويکسين يو ډوز لګول شوی، چې نزدې ۷۰ زرو ته پکې په تېرو ۲۴ ساعتو کي ويکسين لګول شوي دي، په دې کې د ۱۲ کروړو نه زياتو خلکو ته د کرونا ضد دوه ډوزه ورکړل شوي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کي پکې ۷۵ نه زيات تنانو ته ويکسين لګول شوي دي۔

ډاکټر محمد عمران ډيوه ته وويل د ويکسين لګولو له امله د وايرس اثر تر ډيره حده کم شوی دی، خو د کرونا وايرس وخت په وخت خپل شکل بدلوي نو دغې نه ځان ساتنې د پاره احتياطي تدابير پريښودل نه دي پکار،

نوموړي وويل ښکاري چې دکرونا شپږمه څپه شروع شوه او ترڅو چې په يو تن کې هم دا وايرس موجود وي نو تر هغې نورو ته د لګېدو امکان به يې موجود وي۔

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف په خپل يو ټويټ کي ويلي په ملک کې د کرونا کېسونو د زياتيدو په ترڅ کې ټول قوم ته اپيل کوي چې د کرونا نه دځان ساتنې سپارښتنو باندې عمل وکړي۔

شهباز شریف وایي ډاکټرانو او د طب عملې د کرونا مخنيوي د پاره ډيرې قربانۍ ورکړي دي پکار ده چې هغه ضائع نه کړی شي۔

د زيات په ورځ د کرونا مخنيوي دپاره قامي ادارې اين سي او سي حکومت ته تجويز ورکړی چې د کرونا زياتېدونکي کېسونو ته په کتو دې هغه چه ته سرکاري دفترو ته د داخلې اجازه نه ورکړل کيږي کوم چه چې د کرونا ضد ويکسين نه وي لګولې۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG