لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو وزارت وایي په یوازې ځان د جبري بې درکیو ستونزه نه شي هوارولی


Pakistan Missing Persons
Pakistan Missing Persons

دپاکستان دبشري حقونو مرکزي وزیر ریاض پیرزاده دخپل دې بیان سپیناوی کړی چې ګني پاکستان کښې بې درکه کسان ګاونډي‌هیوادونو سره په تماس کښې وؤ خو دا یې هم منلې دي چې د بې درکه تنانو مسله د دوي وزارت په ېوازې ځان نه شي هوارولی.

تر دې وړاندې دکورنیو چاور وزیر رانا ثنا الله هم ویلې وؤ چې پوځ هم د خلکو په زوره د بې درکه کولو خلاف دی خو دا مسله دومره پیچلې ده چې ورباندې ښکاره خبرې نه شي کیدای.

پاکستاني رسنۍ ډان نیوز سره دخبرو په وخت د بشري حقونو وزیر ریاض پیرزاده ویلي وؤ چې پاکستان کښې بې درکه تنانو کښې ځني دلته دنیول شوي هندي جاسوس کلوبهوشن یادیو اؤ ګاونډي هیوادونو سره په رابطه کښې وؤ اؤ داسې اکثره بې درکه تنان د ترهه ګرۍ په ضد کارروایو کښې وژل شوې دي دغه شان ځینو بې درکه تنانو ګاونډي هیوادونو کښې پناه هم اخستې ده .

ریاض پیرزاده د بې درکه تنانو پرضد د امنیتي ځواکونو دعملیاتو دفاع هم کړې وه.

خو اوس د بشري حقونو وزارت یو بیان کښې ویلي دي چې د ریاض پیرزاده دبیان دا مطلب نه ؤ چې بې درکه تنان هندي‌جاسوس سره په رابطه کښې ؤ خو دا یې هم منلي دي چې د دوي وزارت په ېوازې ځان د بې درکه تنانو مسله نه شي حل کولی.

د ریاض پیرزاده په دې بیان دپاکستان پیپلز ګوند پخوانې سینیټر فرحت الله بابر ډیوه ته وایي دبشري حقونو د وزارت دا بیان چې د دوئ وزارت دغه مسله نه شي حل کولی هغو طاقتونو ته نور ډاډ ورکوي څوک چې د خلکو په زوره بې درکه کولو کښې لاس لري.

دفرحت الله بابر په وینا د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وایي که پوځ ددې عمل ملاتړ نه کوي نو اخر بیا څوک خلک په زوره بې درکه کوي؟

هغه زیاته کړې کال 2018 کښې د سینیټ د بشري حقونو کمېټې کښې د بې درکه تنانو په هکله حکومتي‌کمیسون مشر نه څو وارې پوښتنه شوې وه چې کوم خلک راخوشې دي هغوي کمیشن ته څه بیان ورکړو چې ددوي بې درکه کولو کښې دچا لاس ؤ؟ نو اخره کښې دکمیشن مشر جسټس ر جاوید اقبال د میډیا په موجودګې کښې ومنله چې دوي ۱۵۳ پوځیان معلوم کړي دي چې دخلکو په زوره بې درکه کولو کښې یې لاس ؤ خو دا خبره بیا په میډیا کښې رپورټ نه شوه.

د بشري حقونو دخپلواکه کمیشن شریک مشر اسد اقبال بټ وایي د بې درکه تنانو تور په سیکورټي فورسز لګول کیږي اؤ په دې سیکورټي فورسز اربونه روپۍ خرچه په دې کیږي چې د خلکو حفاظت باوري کړي.

اسد اقبال بټ وایې خلک په زوره بې درکه کول د دستور اؤ قانون خلاف دي اؤ څوک چې دستور، قانون اؤ عدلیه نه مني هغه غداره دي.

د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري هم وړاندې ویلې وو دریوؤ کالو پورې یې د پوځ په دې خبره د پوهه کولو هڅه کوله چې د خلکو په زوره د بې درکه کولو عمل باید چې ختم شي خو کله چې دجبري بې درکیو پرضد قانوني مسوده تیاره شوه نو بیا تراوسه د هغې هیڅ پته نه ده لګیدلې.

پاکستان کښې د زرګونو په شمیره خلک بې درکه دي اؤ اکثره ددې جبري بې درکیو تور په پوځ لګول کیږي خو وړاندې د پوځ د ویاند ادارې پخواني‌مشر میجر جنرل آصف غفور ویلې وو اکثره بې درکه تنان افغانستان ته تللې دي اؤ هلته ترهه ګرو تنظیمونو کښې شامل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG