لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ په ۲۲م جولایي د پنجاب د وزیراعلا په څوکۍ د بیا ټاکنې امر وکړو


دپاکستان سپریم کورټ پریکړه کړې چې د پنجاب د ضمنې ټاکنو پورې به حمزه شهباز د صوبې اعلا وزیر وي او د اعلا وزیر ټاکنه به د جولاېې په ۲۲ نیټه کولی شي-

دجمعې په ورځ دستر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیزه بینچ د پنجاب د اعلا وزیر د ټاکنې په اړه د لاهور هایکورټ دپریکړې په ضد د تحریک انصاف دخواست اوریدنه وکړه-

د اوریدنې په مهال د اعلا وزیر دمنصب لپاره کاندیدانان حمزه شهباز او چوهدري پرویز الهي هم سپریم کورت ته وړاندې شول او اوریدنه کې دڅلور ځله ځند او سلا وروسته پریکړه وشوه چې حمزه شهباز به د جولاېې په ۱۷مه نیټه د پنجاب په ۲۰ حلقو کې دکیدونکو ضمنې ټاکنو پورې د صوبې اعلا وزیر وي-

دپنجاب اسمبلۍ دغه چوکۍ د تحریک انصاف دمنحرفو غړو دنااهله ګرځول کیدو له امله خالي شوي دي-

له پریکړې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې د پي ټي ایي یو مشر اسد عمر وویل د سیاسي بحران ختمولو د پاره یې دا خبره منلې ده چې د تحریک انصاف د پنځوؤ ځانګړو چوکیو او د ضمني ټاکنو وروسته باید د اعلا وزیر ټاکنه وکړل شي-

اسد عمر ۲۲م جولایي پورې موده کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند له اړه د اثر اندار کیدو اندیښنې څرګندې کړې او وئ ویل چې په دې اړه دې سپریم کورټ خپله پریکړه واضح کړي-

بل پلو ته د مسلم لیګ مشر او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز وویل چې د اعلا وزارت د چوکۍ د پاره ورسره هم شمیره پوره ده خو د سپریم کورټ د پریکړې درناوی کوي او دعوې یې کړې چې په راتلونکو ټاکنوکې به هم دوي د اعلا وزارت چوکۍ وګټي-

د پنجاب اسمبلې د تحریک انصاف د منحرفو غړو پر خالي شوؤ چوکیو د روانې جولایي د میاشتې په ۱۷مه نیټه ټاکنې کیدونکې دي-

تیره ورځ د لاهور هایکورټ دشوې پریکړې ترمخه نن د جولایي په لومړۍ نیټه د پنجاب د اعلا وزیر ټاکنه کیدونکې وه-

د لاهور هایکورټ جسټس صداقت عباسي په مشرۍ کې پینځه کسیزه بینچ د پنجشنبې په ورځ د مخالف تحریک انصاف ګوند او مسلم لیګ ق په خواستونو د پنحاب صوبې د اعلا وزیر د انتخاب د پاره داچول شوؤ ووټونو د بیا شمیرې حکم کړی ؤ او دعدالت لخوا په دې اړه د صوبې ګورنر ته نن ماښام ۴ بجې د اسمبلۍ دغونډې رابللو امر هم شوی ؤ .

د پنجاب اسمبلۍ ټولو ۳۷۱ چوکیو کې د اعلا وزیر د ټاکنې د پاره ۱۸۶ ووټونه پکار وې خو دا وخت په اسمبلۍ کې یوه ډله هم اکثریت نه لري-

د سپریم کورټ دغه پریکړه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د تیرو دوؤ میاشتو راهسې د پاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې سیاسي کړکیچ دوام لري او د مسلم لیګ نواز ډله په وفاق کې هم د سختو سیاسي او اقتصادې چیلنجونو سره مخ ده او دشهباز شریف په حکومت کې شاملو ایتلافي ګوندونو کې سخت اختلافات رامنځته شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG