لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکس: د ټي ټي پي د ډز بندۍ باوجود پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې کمی نه دی راغلی


اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو دانسټيټيوټ په نوم څېړنيزې غېر دولتي ادارې (پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پکس) ويلي، د تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ باوجود هم د رياست مخالفه تشدد کې کوم د پام وړ کمی نه دی راغلی او د روان کال 2022 د مې او جون په مياشتو کې د ترهګرو د بريدونو شمېره اوس هم د سږني کال د لومړو درېو مياشتو په مقابله کې سېوا ده.

د ادارې په رپورټ کې ويل شوي، د مې کال 2022 په مقابله کې د جون په میاشت کې ترهګرو 26 بريدونه کړي چې په کې د 12 سيکورټي اهلکارو په ګډون ټول 36 کسان وژل شوي دي.

څېړونکي وايي که څه هم د دې حملو پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه نه ده اخستې خو دا څرګندوي چې په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې اوس د تشدد په پېښو کې يواځې د تحريک طالبان پاکستان اجاره داري نه ده پاتې او دغلته د ټي ټى پى نه علاوه نورې رياست مخالف ډلې نه يوازې موجودیت لري بلکې فعالیت هم لري

د پکس په تازه شمېرو کې ويل شوي چې د کال 2022 د مې په میاشت کې ترهګرو په ټول هېواد کې 29 بريدونه کړي وو چې پکې 20 کسان وژل شوي او 39 نور ټپیان شوي وو.

د رپورټ ترمخه د پام وړ خبره دا ده چې سږ کال د اپرېل په میاشت کې د ترهګرو په حملو کې د 55 مرګونو سره د بريدونو شمېره 35 ته رسېدلې وه کومه چې روان کال 2022 کې په يوه مياشت کې د شوو حملو نه ټولو زياته شمېره ده.

رپورټ وايي سږ کال د مارچ په میاشت کې تر ټولو زیات مرګونه شوي او په 26 حملو کې 115 کسان وژل شوي وو.

هم دغه شان د رپورټ ترمخه د جنورۍ په میاشت کې په 24 حملو کې 42 کسان وژل شوي وو خو له دې وروسته په فرورۍ کې تر ټولو کمې حملې شوې وې چې شمېره يې 13 وه او 25 کسان پکې وژل شوي وو.

د پکس کارمند عبدالله خان ډيوه ته وايي د دې حملو پړه لا قانونه تحریک طالبان پاکستان نه ده قبوله کړې او دا څرګندوي چې په پښتنوخوا او قبايلي ضلعو کې د تحريک طالبان پاکستان نه علاوه نورې ډلې لکه حافظ ګل بهادر او داعش هم شتون او فعالیت لري.

هغه په دې رپورټ په خپله څېړنه کې وايي د تحريک طالبان پاکستان سره به د پاکستان د حکومت خبرې روانې وي خو دا برېدونه يوه خبره واضحه کوي چې په دغه سیمه کې د تحريک طالبان پاکستان هغه اهمیت او ارزښت نه دی پاتې کوم چې ګڼل کيدو.

نوموړې وايي که څه هم خلکو ګڼل چې د تحريک طالبان پاکستان سره به د خبرو په نتيجه کې مستقل امن راشي خو دا اوسني بريدونه په ګوته کوي چې دغلته اوس په تشدد باندې يواځې د تحريک طالبان پاکستان اجاره داري نه ده پاتې او په سیمه کې نورې ډلې هم فعالیتونه لري.

دا حملې په داسې حال کې سېوا شوي چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د افغان طالبانو د حکومت په مينځګړتوب د مذاکرات روان دي، او تحریک طالبان پاکستان د نامعلومه ميعاد پورې ډزبندي اعلان کړې ده.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د رابرسېره کېدو وروسته د پاکستان په پارلیمان کې هم سخت عکس العمل مخې ته راغلی وو او سياسي ډلو غوښتنه کوله باید چې دا خبرې د پارليمان تر نظارت لاندې او د هغې په لارښوونه وشي.

د پېښور په ارمى پبلک سکول د وژل شوو زده کوونکو میاندې پلاران هم د تحريک طالبان پاکستان سره په خبرو اعتراضونه لري او له حکومته غوښتنه کوي باید په دې خبرو کې دوى هم شامل کړی شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ د پارليمان غړي د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو د عمل نه خبر کړي وو او حکومت ويلي وو چې دا خبرې به د پارليمان په لارښوونه او اجازه پر وړاندې بوځي.

په پخوانيو قبایلي سیمو، خېبرپښتونخوا په نورو برخو او بلوچستان کې د تشدد په رجحان او ترهګر فعالیتونو باندې نظر لرونکې غېر دولتي څېړنېز ادارې فاټا ريسرچ سنټر ډایرېکټر منصور محسود ډيوه ته وايي شمېرې ښايي چې دا ځل د تشدد 90 سلنې پېښې په شمالي وزیرستان کې رامنځته شوي دي.

هغه وايي په پخوانيو قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو د خطر نشتوالی او په افغانستان کي د طالبانو د حکومتدارۍ د جوړېدو وروسته د سيمې ترهګرو ډلو هم ډاډ موندلی او هغوي ته د پناه لپاره اوس د پاکستان ضرورت نه دی پاتې نو ځکه په حملواو هدفي وژنو کې اضافه راغلې ده.

هغه وايي که څه هم د دې حملو پړه څوک په غاړه نه اخلي خو سرچينې د دې حملو پرشا د حافظ ګل بهادر ډله ګڼي.

نوموړي وويل حافظ ګل بهادر ډله په تحریک طالبان پاکستان کې نه ده ورګډه شوې خو د ټي ټي پي سره کاريز الحاق لري او دا ډله هم غواړي چې له دوى سره دې هم لکه د تحريک طالبان پاکستان پشان مذاکرات وشي او مراعات دې ورکړل شي.

د پکس د رپورټ ترمخه د ترهګرو لخوا په حملو کې د اضافې په رد عمل کې په سيمه کې د سيکورټي فورسز په عملياتو کې هم اضافه ليدل شوې ده. رپورټ وايي په پخوانيو قبایلي سیمو کې امنیتي ځواکونو په شپږو عملياتو کې 16 ترهګر وژل شوي دي.

د امنیتي ادارو لخوا د عملیاتو په عکس العمل کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري جاري کړی شوي بيان کې ويل شوي چې د دې عملیاتو له امله به په ډزبندۍ منفي اغېزې وغورځېږى.

رپورټ وايي که تحریک طالبان پاکستان په دې حملو کې لاس نه لري نو بیا هغه ولې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو پرېشانه ښکاري.

د پکس رپورټ کې د بلوچستان دننه هم د تشدد پېښو ته کتنه شوې او رپورټ وايي د کال 2022 د مې په مقابله کې د جون په میاشت دغلته د ترهګرو په حملو کې معمولي کمی ليدل شوی دی.

رپورټ وايي په بلوچستان کې د ترهګرو لخوا 7 حملې رپورټ شوي چې په کې د 3 امنیتي اهلکارانو په ګډون نهه وژل شوي دي. د مې په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې نهه ترهګر برېدونه شوي چې په 3 کسان وژل شوي دي.

هم دا ډول د رپورټ ترمخه په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په پينځه عملیاتو کې په مبيينه توګه 8 ترهګر وژل شوي دي او څلور نور نيول شوي هم دي.

رپورټ وايي په خېبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو هدفي وژنې ښکاره ستونزه پاتې شوې او د ترهګرو په درېو حملو کې درې امنیتي اهلکار په هدف کړی شوي دي.

رپورټ وايي په پنجاب کې امنیتي ځواکونو د لا قانونه ترهګرو ډلو خلاف په صوبه کې څلور چاڼيز عملیات کړي چې پکې 22 تندلاري نيول شوي دي خو وايي په پنجاب کې د جون په میاشت کې کومه ترهګر حمله نه ده شوې.

هم دا شان رپورټ وايي د جون په میاشت کې په سيند صوبه کې هم د ترهګرۍ څلور پېښې رامنځته شوي دي چې پکې څلور کسان وژل شوي دي، په سيند کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو ډلو خلاف څلور چاڼيز عمليات کړي چې په کې دوه مبيينه ترهګر نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG