لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: پاکستان کې د امریکا مستقل سفیر په ځای کېدل د دواړو هيوادونو دپاره مهم دي


US pakistan flag
US pakistan flag

د پاکستان لپاره د امريکا نوي سفير ډونلډ بلوم صدر عارف علوي ته خپل اسناد وړاندې کړي او څيړونکي د امريکا لخوا څلور کاله پس د يو مستقل سفير په ځای کول د دواړو هيوادونو د دوه اړخيزه اړيکو لپاره ډېر مهمه بولي.

امریکې په پاکستان کې خپل مستقل سفير په داسې وخت کې په ځای کړی چې د مخکني وزير اعظم عمران خان لخوا د امريکا مخالفه بيانيي په سر دواړخيزه اړيکي اغيزمنې شوې وې.

د پاکستان لپاره د امريکا د نوي سفير ډونلډ بلوم سره ملاقات کې وزير اعظم شهباز شريف ويلي پاکستان د امريکا سره د برابرۍ په اساس دواړخيزه اړيکي غواړي.

د سرکاري ميډيا ترمخه وزير اعظم شهباز شريف په جنګ ځپلي افغانستان کې د امن پځاى کولو لپاره د دواړو هيوادونو ترمنځ همکارۍ باندې ټينګار هم کړى دى.

د دفاعي چارو څيړونکى بريګيډير [ر] سيد نذير د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته د امريکا لخوا پاکستان کې مستقل سفير پځاى کېدل د سيمه ييز امن او او دوه اړخيزه چارو د پرمختيا لپاره ډېر مهم بولي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې سيد نذير ووىل که څه هم امريکا په کابل کې د افغان طالبان حکومت لا نه دى تسليم کړى خو اسلام اباد کې د نوي سفير په ځای کولو څخه په ډاګه کيږى چې امريکا افغانستان حالات او په ېى اړه د چين، روس او ايران د تګلارو نه پام نه شي اړولى او د سيد نذير په خبره د دې سره د پاکستان د اهميت تاييد هم کيږي.

ډونلډ بلوم په داسې وخت کې پاکستان کې د سفير په توګه خپلې زمه وارۍ سمبالوي چې پخـوانى وزير اعظم عمران خان په امريکا باندې د پاکستان کورنيو چارو کې د لاسوهنې او د هغه يعني عمران خان د حکومت راغوځولو لپاره سازش کولو تور لګوي خو د امريکا حکومت او پاکستان کې سويلين او پوځي چارواکو باندې ګډې قامي سلامتي کمېټۍ څو وارې د عمران خان دا تورونه رد کړي او داېې بى اساسه ګرځولي دي.

بل اړخ ته د پاکستان په سفر راغلي د امريکايي صدر جوباېډن د تجارت لپاره ځانګړى استازي دلاور سيد د خارجه وزير بلاول بټو سره ملاقات کړى دى.

د خزانې د وزارت د خبرپاڼې ترمخه د دلاور سيد په مشرۍ د امريکا اړونده حکومتي چارواکو ګډ پلاوي د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعيل سره هم ليدلي او په دى موقع يې د دواړه خيزه تجارتي اړيکو ته د ودې ورکولو په سر خبرې شوي دي.

دا په داسې وخت چې امريکا کې د پاکستان سفير مسعود احمد خان د پاکستان نه امريکا ته برآمداتو کې د 33 فيصده زیاتوالی تاييد کړی دی، چې له امله يې د دې حجم 5 اربه ډالرو ته رسېدلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG