لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده: ځایي خبریال افتخار احمد د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی


د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې په شبقدر سیمه کې پرون د جولای په لومړۍ نېټه یو ځایي خبریال افتخار احمد د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی اؤ پولیس وایي چې وژونکي د پېښې له ځائ څخه په تېښته بریالي شوي دي.

دا پېښه دخالي په ورځ مخې ته راغلې ده ،د وژل شوي خبریال بلال احمد ورور حضرت بلال پولیسو ته ویلي دي چې ورور یې دهیچا سره څه شخصي دښمني نه لرله.

د خبریال افتخار احمد د وژنې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې خو پولیس وایي چې دنامعلومو کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

دسیمې نه ډیوه ته دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په خبریال افتخار احمد نامعلومو کسانو ډزې دیوې ودانۍ په تاخانه یا بیسمنټ کې کړې دي .

دیادې سیمې خلکو پولیسو ته ویلي دا ډزې دوئ هم اوریدلي دي خو وایي چې کله له ډزو وروسته تاخانې ته ورغلل نو افتخار په وینو کې ککړ پروت ؤ خو وژونکي تښتیدلي وؤ.

پینځه څلویښت کلن خبریال افتخار احمد دیوې اوږدې مودې راهسې دپاکستان د اردو ژبې ټي وي چینل اؤ اخبار "ایکسپریس" سره د نماینده په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې.

دچارسدې پولیسو د وژل شوي خبریال د ورور حضرت بلال په مدعیت کې دنامعلومو کسانو پرضد دهغه د وژنې مقدمه درج کړې ده خو ډیوه ته د ترلاسه شوي ایف ایي ار له مخې په دې مقدمه کې دترهګرۍ دفعه نه ده شامل کړل شوې.

دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري دخبریال د وژنې په کلکه نوټس اخستی اؤ سیمه ییزو پولیسو ته یې دې پېښه کې دککړو کسانو د زر ترزره نیولو امر کړی دی.

پخپل یو بیان کې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي چې دصحافت اؤ صحافیانو تحفظ به په هر حال کې کې باوري کولی شي.

دچارسدې دپولیسو ضلعي مشر سهیل خالد بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې په سمدستي توګه لا نه شي ویلی چې ایا دا ترهګرۍ پېښه ده اؤ که بله بڼه لري خو هغه وایي پولیسو له هرې زاویې نه دپېښې په اړه پلټنې پیل کړي اؤ ډیر زر به په دې پېښه کې ککړ کسان دقانون منګولو ته راولي.

پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت خبریالان دنامعلومو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي ،تښتول شوي اؤ یا هم ځورول شوي خو څېړونکي وایي چې تر اوسه پاکستان کې دیو صحافي وژونکو ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

پاکستان کې د ار ایس اېف استازي او د غېر دولتي تنظيم فرېډم نېټ ورک مشر اقبال خټک په دې وروستیو کې ډيوه ته ویلي چې د کال 2002م څخه پاکستان کې 130 نه زیات صحافيان وژل شوي دي او په دې کې ديو صحافي قاتلانو ته هم تر ننه سزا نه ده ورکړی شوې.

داقبال خټک په وینا ددې نه اندازه کېږي چې په پاکستان کې د سزا نه دخلاصون کوم کلتور دی هغه دومره مضبوط دی چې دهغې نه خلکو ته اوس ډاد ترلاسه کېږي چې په صحافيانو څومره وغواړي ګذارونه کولی شي.

ښاغلی خټک وایي د پاکستان رياست، حکومت او قانون کې هغه زور نشته چې دخبریالانو وژونکو اؤ ځورونکو ته لاس واچوي او هغوى ته دقانون لاندې سزا ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG