لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ملکي ادارو ته:اوس هم وخت شته هیواد د تپل شوي حکومت نه بچ کړئ ګنې بیا به هیڅ نه کیږي


دبې باورۍ په تحريک د واک نه لرې کړی شوي دپاکستان پخوانى وزير اعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان يو ځل بيا په ملکى ادارو غږ کړی دی چې د يو بهرني سازش لاندې په خلکو ورتپل شوي دغلو دحکومت نه هيواد بچ کړى ګنې هسې نه چې وخت تير شي او بيا هيڅ نه کيږي.

د خالى په ماسخوتن اسلام اباد کې د ګرانۍ په ضد راجوړې شوې ولسي جلسې ته وينا کې عمران خان د هيواد دموجوده اقتصادي ستونزو ذمه وار اتحادي حکومت وګرځولو او زياته یې کړه جې ددې هر څه ذمه وار "نيوټرلز" او عدليه ده٠

عمران خان پخپلو جلسو کې د نیوټرلز اصطلاح دهیواد دپوځ لپاره کاروي اؤ په پوځ له دې امله ټکونه کوي چې ولې یې دهغه حکومت له ړنګیدو نه دی ژغورلی خو پوځ وایي چې په سیاسي چارو کې هیڅ مداخله نه کوي اؤ ځان یې بې پلوه ساتلی دی.

عمران خان وویل هغه ادارو ته پیغام ورکوي چې مقدمو نه نه ویریږي اؤ نه هم اوس قام په شا تلونکی دی.

دهغه وینا وه له ادارو پوښتنه کووم چې ایا دکرپشن پرضد ټیکه یوازې ما اخستې ده.

پخپله دې جلسه کې هم پخواني وزیراعظم عمران خان په ملکي ادارو سختې نیوکې وکړې او وئ ویل "ایا ادارې دا نه ویني چې کرپټ خلک هیواد تباه کوي، ولس د دوئ(حکومت) ترشا نه دی ولاړ ،امپایر ورسره ملګری دی خو که امپایر یې ملګری هم دی ولې بیا به هم زه دوئ ته ماتې ورکوم"

هغه وویل الله به دعدلیې نه پوښتنه کوي چې ولې یې دې غلو ته این ار او ورکړه اؤ دنیوټرلز نه به هم پوښتنه کوي چې څنګه یې په ملک داسې غله مسط کړل.

عمران خان پخپلو سیاسي مخالفینو د کرپشن اؤ دملک دلوټلو تورونه لګوي خو موجوده ایتلافي حکومت کې شامل دایتلافي ګوندونو مشران دعمران خان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ دریځ لري چې که دعمران خان لخوا په دوي لګول کیدونکي دکرپشن تورونه سم دي نو بیا یې ولې دخپلې واکمنۍ په موده کې عدالت کې ثابت نه کړی شول؟

په عین حال کې د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز لاهور کې یوې جلسې ته د وینا په مهال په عمران خان تور لګولی چې دخپلې واکمنۍ په مهال یې قامي خزانه په دواړو لاسو لوټلې ده اؤ دایي ایم ایف سره په سختو شرطونو دمعاهدې کولو له لارې یې هیواد ته زیان رسولی دی.

مریم نواز ویلي یو خوا عمران خان خپله واکمنۍ کې ایي ایم ایف سره په سختو شرطونو معاهده کړې وه چې په دې یې هیواد زیانمن کړو اؤ بیا ددې معاهدې نه پشا شو چې هغې نور هم هیواد ته زیان ورسولو اؤ نن ایي ایم ایف پاکستان ته دخپلې خوښې نور هم سخت شرطونه ږدي.

هغې هیواد کې د روانې ګرانۍ ذمه وار هم دعمران خان تیر حکومت ګرځولی دی اؤ ویلي یې دي چې موجوده حکومت هڅه کوي چې هیواد له مشکلاتو وباسي.

بل لوري ته په ټولنیزو رسنیو د عمران خان میرمنې بشرا بي بي پسې تړل شوی یو غږییز پیغام رسوا شوی دی چې پکې هغه دعمران خان دګوند دسوشل میډیا دڅانګې مشر ارسلان ته لارښوونه کوي چې باید دعمران خان سیاسي مخالفینو باندې په ټولنیزو رسنیو دغدارۍ تورونه ولګوي.

دتحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر فواد چوهدري دا غږییز پیغام دروغ بللی اؤ په ټویټر یې ویلي چې دا پیغام مریم نواز دعمران خان میرمنې پسې تړلی چې هیڅ حقیقت نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG