لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند منيپور کې د سختو بارانونو له امله د خاورین کمر راښویېدو پېښه کې د مړو شمېر 26 ته رسېدلی


دهند په مني پور ریاست کې دپوځیانو په کیمپ دخاورین کمر راښویېدو په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره 26 ته رسیدلې اؤ هندي مطبوعات وایي چې اوس هم لږ تر لږه 37 کسان دخاورو لاندې ګیر دي چې د ژوندي‌ پاتې کیدو امکان یې ډیر کم پاتې شوی دی.

خبري شبکه ای ایف پي پخپل رپورټ کې وایي دغه خاورین کمر د زیاتو بارانونو له امله راښویېدلی دی چې ګڼ شمیر خلک یې لاندې کړي دي .

د رپورټ ترمخه امنیتي ځواکونو اؤ دافتونو په مهال مرستندویه ډلې په دریمه ورځ هم مني پور کې د ریلوی دیوې جوړیدونکي پروژې دڅارنې لپاره په پوځي کیمپ راپریوتي کمر نه د ګیرو کسانو د ویستلو لپاره خپلو مرستندویه فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

هندي مطبوعات وایي دکمر لاندې ګیرو شوؤ کسانو کې زیاتره پوځیان دي اؤ دپېښې په وړومبۍ ورځ هم دخاورو نه د اوؤ پوځیانو مړي راویستل شوي وؤ.

دهند ددفاع وزارت دعامه اړیکو دڅانګې په بیان کې ویل شوي چې د ریلوی دپروژې په حفاظت ماموره ډله د ټرټوریل ارمي سره تړاؤ لري اؤ دا پوځي رضا کاران سویلین وي چې په د ژوند دبیلابیلو څانګو کې خدمات ترسره کوي خو په رضاکارانه ډول پوځ کې بهرتي کیږي.

دمني پور وزیراعلا این بیرن سنګهـ رسنیو ته ویلي دپېښې پځائ کې اوس هم وضعیت اندېښمن دی ځکه چې دباران اؤ خراب موسم له امله دمرستې فعالیتونو کې خنډان راولاړیږي

د ای ایف پي رپورټ کې دپوځ له خولې ویل شوي چې دملبې نه تر اوسه 18 کسان ژوندي راویستل شوي اؤ 12 عسکر اؤ 26 ملکي وګړي لا بې درکه دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG