لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ایي خان:کوټې ته روان بس ژورې کندې ته لوېدلی، د پوهنتون د زده کوونکو سره 19 کسان پکې مړه شوي


دبس حادثه
دبس حادثه

د بلوچستان سره په پوله د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دمسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لویدلی چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپي شوی دی.

چارواکو ویلي‌ دا پېښه د بلوچستان ضلعه شیراني سره په پوله د ډیره اسماعېل خان ضلعې درازنده سب ډویژن دانه سر سیمه کې رامینځ ته شوې او د مسافرو ډک ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی دی.‌

په مړو شوؤ کسانو کې د زیاترو تړاو د بلوچستان صوبې سره ښودل شوی دی.

د درازندې سیمې د مرستيال کميشنر دفتر چارواکي دې پېښه کې د 19 ؤ مسافرو مړینه تاید کړې ده اؤ وایي لس نور کسان ټبیان شوي .

هغه وایي د مسافرو وړونکی ګاډی د پنجاب پنډۍ ښار څخه بلوچستان کویټه ښار ته روان ؤ اؤ د لومړيو مالوماتو له مخې د باران له کبله ګاډی له ډرایوره بې قابو شوی اؤ کندې ته غورځېدلی دی.

دپېښې سره سم مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ د مړو جسدونه او ټپیان یې د ګاډي څخه ویستلي او ټپیان یې په بلوچستان ږوب سیمه کې روغتون ته رسولي دي .

په ډیره اسماعیل خان کې د مرستندویه ادارې 1122 ویاند اعزاز دوتاني وي او ای ډيوه ته وويل "دمسافرو بس د غره د سر نه ډيرې ژورې کندې ته لويدلی، بس بېخې ټوټې ټوټې شوی، مړي او ټپیان مو ډیر په مشکل سره ترې را ویستل"

هغه ویل د بس نه د 19 کسانو مړي او لس ټپیان راویستل شوي چې ټول پکې نارینه وو .

هغه وویل زیاتره ځوانان زده کونکي وو چې د اختر رخصتیو د پاره کورونو ته راوان وو.

د هغه په وینا ټپیان شوي کسان په ږوب سیمه کې نیزدي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي .

د درازنده سب ډویژن مرستيال کميشر دفتر چارواکو وویل په دې اړه یې نورې پلټنې پیل کړې دمړو جسدونه خپلو خپلو سيمو ته د لېږدولو لپاره يې پوره اؤ ویړیا بندوبست کړی او د 15 تنانوجسدونه يې د هغوی خپلوانو ته سپارلو د پاره په مغل کوټ پولیسو تاڼه کې ایښودي دي .

د پېښې لامل لا هم په پوره توګه نه دی معلوم خو د علاقې خلک وایي د مسافرو بس غر نه کندې ته په داسې حال کې غورځیدلی چې په علاقه کې باران شروع وو.

خلک وایي دا د سدا بهار په نوم د بسونو د اډې بس وو او اکثره دا بسونه خپل وار ته په وخت دځان رسولو د پاره تیز رفتاري هم کوي او معلومېږي چې له ډرايوره څخه بس بې قابو شوی او لاندې کندې ته لويدلی وي۔

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG