لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان سفیر وایي امریکې ته د پاکستان برامداتو کښې اضافه شوې ده


په امریکا کښې دپاکستان سفیر مسعود خان ویلي دي د تیرو یوولسو میاشتو په مهال امریکې ته د پاکستاني مصنوعاتو برامداتو کښې اضافه شوې ده.

پاکستاني سفیر امریکې ته دبرامداتو د اضافې خبره په داسې حال کې کړې ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان د خپل حکومت ړنګیدو تور په امریکا لګولو اؤ هم دغه موده کښې دا برامدات زیات شوي دي.

د رپوړټونو تر مخه امریکا کښې د پاکستان دسفیر مسعود خان وینا ده امریکې ته د پاکستان کال په کال برامداتو کښې درویشت فیصدي اضافه شوې ده اؤ امریکې ته د پاکستاني برامداتو حجم تیر کال پنځه اربه ډالرو نه سیوا شوی ؤ اؤ کال 2021-2022م کې د مئ میاشت پورې دا حجم شپږ اربه ډالرو نه زیات شوی دی.

امریکا کښې د‌پاکستان سفیر وایپ امریکا د پاکستان د پاره ېو مهم تجارتي هیواد دی.

پاکستان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت سږ کال د اپریل په میاشت کې دبې باورۍ دتحریک په نتیجه کې ختم شوی دی خو عمران خان پرله پسې تور لګوي چې حکومت یې دامریکې په سازش ختم شوی دی .

د عمران خان دا تور امریکې هم په تکرار رد کړي دي.

امریکې ته د پاکسنتاني برامداتو د زیاتېدو څه اهمیت دی اؤ امریکا د تجارت په لړ پاکستان ته څه ګټې ورکولی شي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې خبریال طاهر امین وایي امریکا اؤ اروپايي هیوادونو ته پاکستان تر ټولو زیات برامدات کوي اؤ امریکا اؤ اروپا په دې لړ کې پاکستان ته ډیرې ګټې هم رسوي.

هغه وایي تر ټولو لویه ګټه د اروپا له اړخه پاکستان ته جي ایس پي پلس حثیت ورکول دي چې له امله یې په پاکستاني مصنوعاتو ټیکس ختم شي اؤ ټوله ګټه پاکستان ته رسي.

دغه شان امریکا چې پاکستان ته کوم مراعات ېا منصوبې ورکوي نو هغې کښې کار هم پاکستانیان کوي، ددې په مقابله کې چین چې پاکستان ورته تر ټولو نزدې ملګری وایي، که پآکستان ته قرضه ورکوي نو په سختو شرطونو یې ورکوي اؤ که دلته څه منصوبه پېل کوي نو هغې کښې کار کوونکي هم ټول چینیاي وګړي وي.

طاهر امین وایي د پاکستان او امریکې دتعلقاتو یوه ګټه دا هم ده چې کله خبره ايي ایم اېف یا نړي وال بینک نه د قرضو اخستو راشي نو پاکستان د پاره بیا امریکا خپل اثر هم استمالوي.

امریکې ته پاکستان نه زیاتره کپړه اؤ د کپړې مصنوعات برامد کيږي خو نزدې ورځو کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ امریکې ته به پاکستان دانفارمیشن ټیکنالوجۍ د مصنوعاتو برامدات هم سېوا کوي.

XS
SM
MD
LG