لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:د لادرکه دریوؤ نجونو څخه د یوې مړی موندل شوی، د دوؤ کورنۍ وایي هغوئ پېریانو وړې دي


د بلوچستان په موسا خېل ضلعه کې له دریوؤ ورکو ماشومانو نجونو څخه د يوې مړی موندل شوی خو دوه لا هم بې درکه دي اؤ دبې درکه نجونو کورنۍ وایي هغوي پېريانو وړې دي.

د موسي خېل ضلعې مرستيال کميشنر کليم الله کاکړ وي او ای ډيوه ته وويل تېره ورځ ماذيګر په تويسر نومې سيمه کې يې د وروستۍ لادرکه شوې ماشومې جسد په لوړ غره کې موندلی دی چې نوم يې شبانه ده او پينځه کلنه ده.

د مرستيال کميشنر په خبره داسې معلومېږي چې پر ماشومه تشدد شوی او څو ورځې وړاندې وژل شوې ده،

هغه وایي د ماشومې د وژنې علت معلومولو او د نورو پلټنو لپاره د هغې جسد د پوسټ مارټم لپاره د کوټې سيول روغتون ته ليږل شوی دی.

“تيره ورځ يوه شپانه يو جسد موندلی و بيا زه خپله له ټيم سره هلته ولاړم، موږ يو ساعت د موټر مزل وکړ او يو نيم ساعت مو له پيدل تګ وروسته په غره کې د اخيرنۍ لادرکې ماشومې جسد ومونده، وروسته مو بيا جسد و کوټې ته د ډي اين ای ټېسټ او د پوسټ مارټم لپاره وليږلو"

موسا خېل ضلع د بلوچستان له سر ښار کوټې څخه شاوخواه 450 کلوميټره ليري پرته یوه وروسته پاتې سيمه ده.

د ځايي خبريال عبدالرحمان موسا خېل په خبره پينځه کلنه شبانه شاو خوا يوه اوونۍ وړاندې له خپلې کورنۍ سره په کلي کې يوه واده ته تللې وه او له هم هغه ځايه لادرکه شوې وه.

د عبدالرحمان په خبره په تېرو دریوؤ مياشتو کې دا دريمه پېښه ده چې رامنځته کېږي او په دریوؤ واړ‎و پېښو کې نجونې لا درکه شوې دي.

هغه وویل، د مارچ پر دېرشمه څلور کلنه امنه بي بي،د اپريل پر لسمه پينځه کلنه نازمينه او بيا پر پينځوشتم جون پينځه کلنه شبانه ورکه شوې وه.

عبدالرحمان زیاتوي وړومبی کومې دوه نجونې لادرکه شوي دهغوئ درک تر اوسه نه دی لګیدلی.

" پر 25م جون شبانه له مور سره يوه واده ته تللې وه او هلته په ورا کې لادرکه شوې وه چې پرون يې مړی وموندل شو، تر دې وړاندي چې دوه ماشوماني لادرکه شوې وې حکومتي چارواکو هيڅ تفتيش نه کاو، کله چې دريمه پېښه رامنځته شوه او خلکو په احتجاج لاس پورې کړ نو حکومت په حرکت کې راغلی"

مدني او سياسي فعال ورور موسي خيل وايي په سېمه کې د ماشومانو د لادرکه کېدو پېښو خلک ويرولي او خفه کړي دي۔

ورور وویل، د اولو دوؤ ماشومانو نجونو کورنۍ دوی(سیاسي ګوندونه) له احتجاج کولو او مقدمې درج کولو څخه راګرځولي او هغوی (د نجونو کورنیو) ورته ويلي چې ځايي پير ورته ويلي، دا ماشومانې نجونې پيريانو له ځانه سره وړې دي او بيرته به يې را پرېږدي، خو تر اوسه لا د نجونو کوم درک نه دی معلوم۔

د ورور موسی خېل په خبره چې کله دريمه پېښه هم رامنځ ته شوه نو دوی مجبوره شول او په احتجاجونو يې لاس پورې کړ،

"موږ تېره ورځ هم يو لویې احتجاجي لاريون وکړ، تر هغې پنځه ورځي وړاندي مو په ټول موسا خيل بازار کې کاربنديز هم وکړ‎”

وي او ای ډيوه دې اړ‎ہ د لادرکه نجونو د کورنيو له غړو سره د تماس هڅه وکړه خو دغه هڅه بريالۍ نه شوه.

د موسا خېل ضلعې د ډپټي کمیشنر او د هغه یوہ مرستيال خانک خان هم ډیوہ ته ددې خبرې پخلی وکړ‎ او وئ ویل، د ورکو دوؤ نجونو دکورنيو وغړو ته ځینو ځايي ملايانو او پیرانو ويلي دي چې ستاسو نجونې پيريانو وړې دي او تر اوسه خوندي دي.

“و دغه خلکو ته ځايې ملايانو او پيرانو ويلي چې ستاسو نجونې پېريانو وړي او له هغوی سره خوندي دي، د ماشومانو کورنۍ د هغوی ( پیر او ملا ) په غوښتنه غوايه او پسونه هم حلال کړي دي، دوی هيڅ مقدمه نه درج کوله او دوی هم د پيرانو پر خبره يقين کړی ؤ او ويل به يې چې تاسو کار مه پکې لرئ زموږ انجوني له پيريانانو سره خوندي دي"

د موسی خېل ضلعې د مرستيال کمشنر په خبره د نجونو کورنۍ يې دې ته اړ کړي چې مقدمه درج کړي او اوس يې د ټولو پېښو مقدمې مقدمې درج کړې او د لادرکه دوؤ نجونو د موندلو لپاره يې هڅې هم پېل کړې دي.

د کوټې اوسېدونکی ځوان عالم مولوي جمال الدين ملکيار د ډيوه ته وويل، دا خبره بې ځايه ده چې ماشومې نجونې دې پيريانو وړې وي، وايي په اسلامي تاريخ کې تر اوسه پورې د داسې کومې پيښې ثبوت نشته چې جناتو يا پيريانو دې انسانان له ځانه سره وړي وي .

“په ټول اسلامي تاريخ کې داسي څه نسته او دا هر څه بې ځايه خبرې دي، پکار ده چې په خلکو کې شعور راسي او له داسي نظريو څخه ځان وژغوري، بايد پر حکومت غږ وکړل شي چې ژر تر ژره ککړ کسان ونيول شي او قانوني سزا ورکړل شي تر څو بيا بل څوک داسي کار ونه کړي"

په بلوچستان کې د ماشومانو د حقوقو او تحفظ لپاره دکار کونوکی مدني فعال مير بهرام لهړي په خبره د ماشومانو د لادرکه کېدو پېښې زياتره وخت را منځته کېږي خو په دې اړه کوم کره او دقيقې شمېرې له يو چا سره هم نشته۔

خو هغه وي او ای ډیوه ته وویل په داسې پېښو کې زياتره وخت د ماشومانو دنږدې خپلوانو لاس ضرور لېدل کېږي.

وايي د کوم خفګان، بدلې، جنسي تيري، او يا هم د پېسو د تر لاسه کولو د لالچ په موخه ماشومان لادرکه کول کېږي۔

د موسا خېل سیمې سياسي ګوندونو له لوري ويل شوي که حکومت لادرکه نجونه ونه ژغوري او ککړ خلک د قانون منګولو ته ونه سپاري دوی به ډېر ژر د پنجاب او بلوچستان صوبو تر مينځ لويه لاره د احتجاج په توګه وتړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG