لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېر مالي کال کې د پاکستان تجارتي خساره ریکارډ کچې 48 اربو او 66کروړو ډالرو ته رسېدلې


د پاکستان ډان ورځپاڼه د سرکاري شمیرو په حواله وایي تیر مالي کال د پاکستان تجارتي خساره په ریکارډ کچه زیاته شوې خو ددې ترڅنګ د پاکستان په برامداتو کې هم زیاتوالی راغلی او تیر کال برامدات د 31اربو ډالرو نه زیات شوي .

خو اقتصادي پوهان وایي د پاکستاني روپۍ د قدر د کمي او په نړي وال مارکیټ کې د توانایۍ د بیعو د زیات والي له امله د پاکستان تجارتي خساره زیاته شوې او که په حکومتي کچه د برامداتو او درامداتو تر منځه فرق راکم کړی شي نو د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې په ذخیره به بوج هم کم شي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د بهرنیو هیوادونو څخه د 800 شیانو په درامداتو بندیز لګولی دی.

ورځپاڼه ډان د سرکاري شمیرو په حواله وایي د پاکستان تجارتي خساره په تیر مالي کال 2021 او 2022م کې په ریکارډ کچه 48اربو او 66کروړو ډالرو ته رسېدلې او په دې کې 57فیصدي اضافه شوې ده.

دې نه وړاندې کال 2020 او 2021م کې مجموعي تجارتي خساره 30 اربه او 96 کروړه ډالره وه.

دا په داسې حال کې ده چې موجوده اتحادي حکومت د مئ په میاشت کې د 800 نه په زیاتو درامدي شیانو بندیز لګولی ؤ.

د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر معراج الحق وي او ای ډيوه ته وایي پاکستان زیات تره خوراکی شیان او تیل د بهر هیوادونو څخه درامد کوي او په دې کی 80فیصدي برخه د تیلو ده چې له امله یې تجارتي خساره زیاتیږي.

"په درامدي بل کې د ټولو غټه برخه د تیلو ده نزدې اتیا فیصده د تیلو دیمانډ یا غوښتنه ده هغه د نړي وال مارکیټ څخه درامد کیږي او چې په نړی وال مارکیټ کې د تیلو بیعې زیاتې شي نو زمونږ تجارتي خساره زیاتیږي"

ورځپانړه وایي تیر کال 2021 او 2022م کې د پاکستان درامدي بل 43.45فیصدي زیات شوی او پاکستان مجموعي د 80اربو او 51 کروړو ډالرو درامدات کړي او ددې وړاندې کال د پاکستان مجموعي درامدات 56اربه او 12کروړه ډالره وؤ.

د سرکاري شمیرو مطابق تیره میاشت په جون کې د 7 اربه او 74 کروړه ډالرو درامدات شوي چې د وړاندې کال د جون د میاشتې 6اربه او 28کروړه نه 23فیصدي زیات دي.

بل اړخ ته په تیر مالي کال کې حکومت د ټاکلي شوي هدف نه زیات برامدات کړي او په دې کې 26.6فیصده اضافه شوې او ددې حجم د 25 اربو ډالرو نه 31اربو او 84کروړو ډالرو ته رسیدلی.

د اقتصاد ماهر او د عبدالولي خان پوهنتون وایس چانسلر پروفېسر ډاکټر ظهورالحق وي او ای ډیوه ته وایي په تیرو دوه کالو کې د پاکستاني روپۍ قدر ډیر کم شوی او د زیاتې تجارتي خسارې وجه هم دا ده.

هغه وایي د درامداتو له امله د حکومت په مالیا کی هم اضافه کیږي او بیا د روپۍ د قدر د کمي غټه فایده برامداتو ته رسي.

" پاکستان کې زمونږ بجلي دومره ګرانه ده نو څنګه به بیا د ګاونډي هیوادونو سره مقابله کوؤ او زمونږ مقابله د بنګله دیش او هند سره د کپړې په صنعت کې ده او هلته چې په تجارت کوم خرڅونه دي هغه دلته نه ډیر ښه دي، زه تر هغې مقابله نه شم کولی ترڅو چې مونږ خپل ځان دمقابلې جوګه کړی نه وي"

اقتصادي پوهان وایي د درامدي بل د زیاتوالي له وجې دغیر ملکي زرمبادلې په ذخیره فشار زیاتیږي او د هغې منفي اثر د روپۍ په قیمت پریوځي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG