لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: طالبانو سره د مذاکراتو په اړه پاکستان وایي یو څه اؤ کوي بل څه


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مرکزي وزير رانا ثناالله ویلي د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اجازت د هېواد پارلیماني کمېټۍ د پوځ مشر تابه ته ورکړی دی او يو ځل یې بيا په ډاګه کړې ده چې دا خبرې د پاکستان د ايېن لاندې او په خپله طريقه کېږي.

خو څيړونکې وايي پاکستان کې چې د مذاکراتو کومه پاليسي روانه وي چارواکي په خوله وايي يو څه او کوي بل څه.

د ناچله وسله والې ډلې تحریک طالبان سره چې دهيواد دعسکري قيادت او استخباراتي ادارو دمذاکراتو کومه لړۍ روانه ده په هغې دي سیاسي جمهوري قوتونه بيا بيا نيوکې او احتجاج کوي اؤ وایي چې په داسې رقم خبرو کې سیاسي ګوندونو یا پارلیمان سره سلا مشوره نه کيږي.

د پيښور پوهنتون استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وايي د ځینو سياسې ګوندونو لخوا له فشار وروسته د پارليمان باور کې داخستو خبره کافي نه ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وویل هغه خلک چې د ترهه ګرۍ ضد جنګ کې وژل شوي، د هدفي وژنو ښکار شوي که ددغو خلکو د کورنیو اواز په دې مذاکراتو کې نه وي شامل دا خبري به ناکامه وي.

"ګورئ د بلوچستان نه تر وزيرستان پورې دا ټولې سيمې چې کومې دي، تېر د شلو کالو په جنګ کې ځپل شوي دي که چيرته ددي خلکو اواز په دي مذاکراتو شامل نه وي او دوي نه وانه خستل شي نو زما نه دی خيال چې ددي مسلي حل راوتلی شي دا به يو ځل بيا ناکامه صورتحال وي چې دا مذاکرات به کيږي کيږي او اخره کې به ختم شي"

د نوموړي په وينا که چيرته دا مذاکرات کامياب هم شي او طالبان راشي نو بيا به په دې سيمو کې د هدفي وژنو خطر وي.

"د حکومت سره کومه تګ لاره ده ايا دوي به بيا ټي ټي پي ته پخوانۍ فاټا کې بيله علاقه ټاکي او بيا به دغه ډله د خلکو قتل عام شورو کوي، نو دا داسي ډول پوښتني دي چې ددي حل دپاره دا ټول غم ځپلي خلک په مختلفو ځایونو کې غږ پورته کوي بايد چې په راتلونکي کې دداسي قسمه پيښو مخنیوي دپاره ددوئ غږونه واوریدل شي"


خبريال رفعت الله اورکزی وايي مذاکراتو کې د ټې ټي پي او حکومت د لوري د دواړو خواو نه ډيري لوړې لوړي مطالبي ايښودل شوي کومې چې د يو بل سره ډېر تضاد لري خو بيا هم که فريقين سنجيده وي نو لچک به خپلو غوښتنو کې راولي۔

"دواړو طرفو ته به فريقين لچک پيدا کوي، په دې چې دواړو اړخو ته چې کومې مطالبي دي هغه د يو بل پرضد یا متضادې دي ، دوي (پاکستان) وايي ايين و منئ هغوي يې نه مني، دوي ورته وایي جمهوري نظام و منه هغوي جمهوري نظام ته کفري نظام وایي دا يقينا چې يو لويي چيلنج دی‘‘

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت دپاکستان دملي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې دپاکستان پوځي مشرتابه دهیواد سیاسي اؤ حکومتي مشرانو ته طالبانو سره دسولې د روانو خبرو په اړه احوال تیر کړی ؤ اؤ په دغه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې ټي ټي پي سره به روانو خبرو کې دپاکستان پارلیمان هم اعتماد کې اخستی شي.

په دې وروستیو کې دافغانستان دطالبانو دحکومت په منځګړتوب کابل کې دپاکستان اؤ ټي پي پي ترمنځ دسولې خبرې شوې چې دمطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې دسولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی ؤ چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي .

ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم کړې وه چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي.

له دغو مذاکراتو وروسته پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،څېړونکو اؤ دپېښور‌ د ارمي پبلک اسکول په ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو ټي ټي پي سره دسولې په خبرو کلکې نیوکې کړې وې چې پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې کولو واک نه لري.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG