لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډنمارک په سرښار کوپن هېګن کې د ‌یو بریدګر په ډزو کې نامعلوم شمېر کسان مړه او زخمیان دي


واشنګټن (رائټرز) - د ډنمارک په سرښار کوپن هېګن کې یو وسله وال تن په یو شاپنګ سنټر کې ډزې کړي او څو تنه یې وژلي او زخمیان کړي دي. پولیس وایي چې دوی په دې قضیه کې دوه ویشت (۲۲) کلن ځوان چې د ډنمارک شهري دی، ګرفتاره کړی دی. پولیسو دا هم ویلي چې په دې پېښه کې د "ترهگرۍ" امکان نشي رد کولی.

د ډنمارک د پولیسو مشر انسپکټر سورېن ټوماسن خبریالانو ته وویل: "څو تنه زخمیان دي او په دې هم خبر یو چې یو تنه نور مړه شوي دي."

هغه زیاته کړه چې پولیسو د کوپن هېګن په زیلنډ علاقه کې د لټون پراخ عملیات پیل کړي دي.

د پولیسو وینا ده چې کله د اتوار/یکشنبې په ماسپښین دوی ته د فیلډ مال نه د ډزو خبر راورسېد، نو هغوی سمدستي وسله وال پولیس هلته ورولېږل او په مال کې دننه خلکو ته یې وویل چې ځانونه پټ وساتي او امداد ته دې انتظار وي.

ځایي رسنیو داسې تصویرونه خپاره کړل چې په کې ډله ډله ېرېدلي خلک د مال (شاپنګ سنټر) نه بهر ته د تېښتې په حال کې لیدل کیږي.

ابتدايي معلوماتو کې دا ندي ویلی شوي چې په پېښه کې به نور برید کوونکي هم ککړ وي او که نه. پولیسو دا هم ندي ویلي چې د ډزو د دې پېښې وجه څه وه او یا برید کوونکی وړاندې پولیسو ته معلوم و او که نه.

د کوپن هېګن لوی هسپتال رېګشوسپیټالېټ ته یو کم شمېر زخمیان د علاج دپاره رسول شوي و، او وروسته هسپتال نور ډاکټران او نرسانې راوغوښتلې.

په ځای کې موجودو ځینو ګواهانو ځایي رسنیو ته ویلي چې کله اول ډزې وشوې، نو دوی فکر کاوه چې د غلا کومه پېښه ده، او بیا چې کله ډزې زیاتې شوې، نو دوی پوهه شول چې برید کوونکی صرف خلکو باندې ډزې کوي.

تېره هفته د ډنمارک ګاونډي هېواد ناروې په سرښار اوسلو کې هم د ډزو یوه مرګونې پېښه شوې وه چې په کې برید کوونکي دوه تنه ووژل.

اوس دستي ډنمارک کې د ترهګرۍ خطره "سنجیده" ګڼل شوې ده او د هغه ملک امنیتي او استخباراتي ادارې وایي چې تر ټولو لویه خطره د "اسلام پاله تندلارو" نه متوجه ده.

تر دې وړاندې ډنمارک کې په ۲۰۱۵ کال کې سختدریځه حمله شوې وه چې دوه تنه په کې مړه او شپږ پولیسان په کې زخمیان شوي و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG