لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراين په ختيځ کې د صنعتي ښار د نيولو دعوه کړې


روس د اتوار/ يکشنبې په ورځ دعوه کړې چې د اوکراين په ختيځ کې يې د لوهانسک صوبې صنعتي ښار لسچانسک نيولی دی، خو راپورونه وايي د اوکراين پوځ دغه دعوه رد کړې ده.

ويل شوي د روس د دفاع وزیر په دغه اړوند صدر ولاديمير پيوټن خبر کړی دی چې په لوهانسک کې روس پلوه بېلتون خوښو دغه ښار په خپله قبضه کې اخستی دی.

د اوکراين د دفاع وزارت بي بي سي ته ويلي چې د روس دغه دعوه ردوي او ياد ښار نه د روسي پوځ او نه د بېلتون په پوره ولقه کې راغلی دی.

خو منلې يې ده چې د اوکراين پوځ د روس د سختو حملو له امله د ښار د ځينو برخو نه په شا شوی دی.

د اوکراين د پوځ وياند ويلي د اوکراينيانو دپاره، دوی لومړيتوب انساني ژوند ته ورکوي په ځینې وختونو کې دوی د ځینو ځايونو څخه په شا کیږي خو دوی به بيا په راتلونکې کې دغه بيا نيسي.

روس چې د څلورو مياشتو راهسې په اوکراين يرغل کړی د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي او پلازمينې کيف په نيولو کې پاتې راغلی دی، او بيا ماسکو خپل پام د اوکراين ختيځ لوري ډونباس سيمې پله ګرځولی دی.

اوکراين وايي د لوهانسک سره نزدې د دونیتسک صوبې څو ښارونه يې بيرته نيولي دي.

د اوکراین صدر زيلنسکي د خالي/ شنبې په شپه خپله وېنا کې په خلکو ټينګار کړی چې حوصلې لوړې ساتي او د يرغلګرو مقابله وکړي چې روس يې یاد ساتي چې اوکراين نه شي ماتولی.

هغه ويلي په هغو علاقو کې چې جګړه روانه ده دوی ته ښه خبرونه ترلاسه کيږي خو جګړه لا ختمه نه ده.

هغه ويلي د بده مرغه په ځینو علاقو کې په جګړه کې تېز والی راځي.

هغه زياته کړې دوی بايد د پوځ او رضاکارو مرستې وکړي او د هغو خلکو مرستې وشي چې څوک یواځې پاتې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG