لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: ډاکټران وايي که په لوی اختر کې خلک احتياط ونه کړي د کرونا سېوا کېدو خطره ده


د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې نور 675 کسان په کرونا اخته شوي او په ملک کې د کرونا د پېښو مثبت شرحه 4.61 فيصده ته لوړه شوې ده. ډاکټران وايي که په لوی اختر کې خلک احتياط ونه وکړي د کرونا سېوا کېدو خطره ده.

د صحت دپاره قامي ادارې [اېن ايي اېچ] نن د ګل/ دوشنبې په ورځ [4 جولایي] ويلي په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د کرونا معلومولو دپاره 14632 معاينې [ټېسټونه] شوي او 675 پکې مثبت معلوم شوي دي

ويل شوي په تير شوا روز کې په کرونا اخته نور دوه کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 30403 کسان مړه شوي دي.

د صحت چارو پوهان وايي په ملک کې کرونا په تېزۍ سره خوريږي پکار ده خلک احتیاط وکړي.

پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحاديې [پاکستان مېډېکل اېسوسي اېشن] عمومي سېکټر ډاکټر قېصر سجاد وايي، اوس چې کومې شمېرې مخې ته راځي دا هغه شمېرې دي چې ريکارډ کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دوه مهمې خبرې دي یو خلک ټېسټونه نه کوي، او بل دا چې په ملکي کچه ټېسټونه هم کم کیږي، دا پېښې به زياتيري، خو خطرناکه خبره دا ده چې لوی اختر را روان دی خلک احتياط نه کوي، د يو بل سره مېلاويږي، او ګڼه ګوڼه جوړيږي، نو کرونا به نوره سېوا شي.

هغه زياته کړه د کرونا اومېکرون ډول ډېر په تېزۍ سره خوريږي، د نزلې سره پېل کيږي نو د کرونا د دې ډول سېوا کېدو خطره ده.

هغه وويل هغه خلک د ډېرې خطرې سره مخ کېدی شي، چا چې د کرونا ضد ويکسين بيخي لګولي نه دي خو که چا یو، ويکسین يا دوه ويکسين لګولي دي، نو پکار ده چې بوسټر ډوز ولګوي.

نوموړي وويل، دوی په خلکو غږ کوي چې د کوره بهر دې ماسک واچوي، په اختر کې دې احتياط وکړي، د يو بل نه دې فاصله وساتل شي، د کرونا په احتياطي تدابیرو عمل وکړي چې د دې ناروغۍ مخنیوی وشي.

پاکستان کې یوه اوونۍ وړاندې د کرونا د مثبت پېښو کچه 2.85 فيصده وه.

د کرونا د شمېرو دپاره جوړې سرکاري وېب پاڼې ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 153 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG