لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: پوځ او ايي اېس ايي دې ځان د سياست څخه لرې وساتي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پوځ او استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] ته په تازه لارښوونه کې ويلي چې د پوځ لوړ پوړي او په مهمو څوکو ناست افسران دې ځان د سياست نه لرې وساتي او د سياستوالو سره د اړيکو دې ډډه وکړي.

د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره وخت په وخت په سیاست کې د لاسوهنې تورونه لګي خو پوځ بيا وار په وار دغه تورونه رد کړي او بیا بيا يې دغه خبره تکرار کړې چې پوځ دې سياست نه لرې وساتل شي.

د پوځ د مشر د تازه لارښوونې خبر د پاکستان [دې نیوز] ورځپاڼې خپور کړی دی.

د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه لخوا تازه لارښوونه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د روانې میاشتې جولایۍ په 17م نېټه په پنجاب صوبه کې د صوبايي اسمبلۍ په 20 څوکو ضمني انتخابات کېدل اعلان شوي دي.

په پاکستاني مطبوعاتو کې دغو انتخاباتو ته ډېر ځای ورکول کيږي او دا انتخابات مهم ګڼل کيږي، په دې انتخاباتو کې حکومتي واکمنه ګوند مسلم لیګ ن او پاکستان تحریک انصاف ګوند يو بل ته مخامخ دي.

پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ په هغو 20 څوکيو ضمني انتخابات کيږي کوم غړي چې الېکشن کمېشن نااهله ګرځولي وو، دغه ټول 25 ممبران وو چې پينځه پکې په مخصوص څوکيو وو، دوی د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي وو خو اوښتي وو او د پنجاب د وزیراعلا په ټاکنه کې يې د مسلم ليګ ن د وزیراعلا امېدوار حمزه شهباز شریف ته راې ورکړې وې.

جنرل باجوه تازه لارښوونه په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان تور لګولی چې د پاکستان طاقتوره استخباراتي اداره [ايي اېس ايي] د دوی امېدواران ځوروي.

او په لاهور کې د تحریک انصاف ګوند يوې مشرې ياسمين راشد د ايي اېس ايي د يو کمانډر بريګيډير راشد نوم اخستی چې هغه د تحریک انصاف ګوند د امېدوارانو پرضد او مسلم ليګ ن د امېدوارانو په حق کې کردار لوبوي.

هغې ويلي وود پوځ او استخباراتي ادارې دپاره غوره دا ده چې بې طرفه پاتې شي.

د راپورونو ترمخه دفاعي سرچينو د تحریک انصاف ګوند دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان کې د انتخابي نظام په چارو نظر لرونکې ادارې [پټن] مشر سرور باري هم وايي د پاکستان په ټولو انتخاباتو کې په پوځ د لاسوهنې تورونه لګي خو وايي په پنجاب کې چې اوس کوم ضمني انتخابات کيږي په دې کې پوځي اسټبلشمنټ د مخالفه ګوند په ځای د حکومتي ګوند ملاتړ کوي.

پاکستان کې د مخکې نه په پوځ او استخباراتو اداره په انتخاباتو کې د لاسوهنې سره د حکومتونو جوړولو او ړنګولو تورونه لګي.

د پاکستان سپريم کورټ په کال 2012 کې په يوه فېصله کې ويلي وو چې د کال 1990 په انتخاباتو کې پاکستان پيپلز ګوند ته د ماتې ورکولو دپاره ايي اېس ايي د [اسلامي جمهوري اتحاد، ايي جی ايي] په نوم یو اتحاد جوړ کړی او پېسې يې ورته ورکړې وې.

سپريم کورټ په دغه کار کې د ککړتيا په سر د هغه وخت پوځي مشر جنرل مرزا اسلم بېګ او د ايي اېس ايي د مشر جنرل اسد دراني پرضد د کارروايۍ حکم کړی خو د دغو چارواکو پرضد تراوسه پورې کومه کارروايي نه ده شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG