لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د غوښتنو نه منلو په صورت کې د ګوادر د بندولو دهړکه ورکړل شوې


د پاکستان د بلوچستان صوبې د ساحلي ښار ګوادر د حقوقو د غوښتنې غورځنګ مشر مولانا هدایت الرحمن بلوڅ ګواښ کړی، که چېرې صوبايي حکومت له خوا یې غوښتنې ونه منل شي، نو د جولايۍ له 21مې به د ګوادر بندر وتړي. مولاناهدایت الرحمن د جماعت اسلامي صوبايي جنرل سيکرټري هم دی.

په خبري غونډې کې د وينا پر مهال هغه وويل، تر څو چې حکومت د روان کال په اپرېل مياشت کې لاسليک شوي تړون کې کړې ژمنې نه وي پوره کړې، نو د ګوادر بندر به يې د احتجاج په توګه تړلی وي.

په روان کال کې په ساحلی ښار ګوادر کې مولانا هدایت الرحمن دکب نیونکو اتحادې د مدنی ټولنې فعالینو ښځو او ماشومانو او په لسګونو کسانو تر یوې میاشتې اوږد پرلت کړی وو.

حکومت د یوې لاس لېک شوې معاهدې له مخه د دوې سره ژمنه کړې وه چې غو ښتنی بې منلی شی.

مولان هدایت الرحمن وويل د ګوادر د حقوقو د تحريک مهمې غوښتنې دا دي: د بلوچستان ساحل دې د ترهګرو مافيا څخه ازاد کړل شي، د ګوادر سره د ایران په سرحدي پوله او د سمندر له لاری د مخدره موادو قاچاق دی ختم کړل شي، د بلوچستان د سمندر په حدوده کې د ټرالرانو غېر قانونی ښکار ، د کب نیولو کشتۍ بېرته ورکول، او په ګوادر ښار کې د امنېت په نامه باندې پرانستل شوې امنیتي ځواکونو پوستې لرې کول او په زوره باندې د بې درکه شو کسانو راخوشی کېدل شامل وو.

مولانا هدایت الرحمن په بلوچستان کې پر مخالفو ګوندونو نيوکې وکړې او وې ويل چې د بلوچستان د خلکو د حقونو لپاره يې غږ نه دی پورته کړی. د ده په خبره دوی د ریکو ډیک د پروژې د تړون په لاسلیک اعتراض ونه کړ.

مولانا هدایت الرحمن ادعا وکړه چې په مکران او پنجګور کې امنيتی وضعه خرابه ده باید حکومت له صوبې څخه ملېشه قواوی فرنټیر کور لرې کړي. د

ګوادر د چين او د پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د لوې لارې د پروژې مرکز دی.

پاکستان او چین په ګډه له کاشغر څخه تر ګوادر پوری د 65 اربه ډالرو په لګښت باندې دغه پروږه پیل کړې ده.

دګوادر د ژورو اوبو بندر چين غواړي د سمندر له لاری په ډیر لګښت باندې خپل توکي تر اورپا او عرب هیوادو او نړیوال مارکيټ ته ورسوي .

بلوڅ وسلوالې ډلې د سی پېک د پروژې مخالفت کوي او ادعا کوی چې چین په ګوادر کې د سمندری ځواکونو پوځي چهاوڼۍ جوړل غواړي. بلوڅ ملت پاله د صوبې په ساحل او وسايلو باندې واک غواړي هم له دې کبله پر چينایانو باندې بریدونه تر سره کېږي.

حکومت د ګوادر امنيت ملېشه [اېف سي ځواک] او پوځ ته په لاس ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG