لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د پاکستان مستقبل روسیې سره تړلی دی


د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان يو ځل بيا روس ته د خپل سفر دفاع کړې او په اوکراین یې د روس دحملې له غندنې ډډه کړې ده.

د جرمني نشرياتي ادارې ډوېچې وېلی سره خپله وروستۍ مرکه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ویلي دپاکستان مستقبل د روسیې سره تړلې دی خو وايي امريکا هم يو لويې طاقت دی او باید چې پاکستان ورسره ښې اړيکې ولري.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وویل چې په اوکراین د روس برید د هغه ماسکو ته د رسېدو وروسته شوی ؤ او دا چې هغه ته ددغه حملې اندازه نه وه.

وايي که چيرې ده ته مالومه وه چې روسیه په اوکراین حمله کوي نو ده به دا دوره نه کوله.

عمران خان په دغه مرکه کې يو ځل بيا د روس د سفر په مهال په ماسکو کې دخپل هغه ملاقات دفاع کړې چې کوم مهال روسي ځواکونو او ټېنکونه په اوکراین د بريد لپاره ورننوتل.

عمران خان ویلي هغه دا دوره نه شوه ځنډولی ځکه چې پاکستان ته د روس نه د تيلو او غنمو درامد کولو اړتیا وه.

عمران خان دا هم ویلي چې د پاکستان مستقبل د روسیې سره تړلې دی.

خو اقتصاد پوهان وايي که څه هم روس د پاکستان په نزدو ګاونډیو هېوادونو کې يو دی خو روس داسې نړیوال طاقت نه دی څنګه چې امریکا ده او نه روس د تجارت او سرمایه ګذارۍ په څانګو کې د امریکا او يورپي هېوادونو ځاې نيولی شي.

د اسلام اباد په اسلامک انټرنېشنل يونيورسټۍ کې د اقتصاد دڅانګې استاد ډاکټر معراج الحق ډيوه ته وايي که په تاریخي توګه وکتل شي نو پاکستان د روس سره هغه شان تجارتي او اقتصادي اړېکې نه لري څنګه چې د غربي نړۍ سره لرى.

وايي امریکا او يورپ د پاکستان د برامداتو لپاره يو تاريخي مارکیټ دی، وايي يورپي اتحاد او امریکا د سر په هغو لسو هېوادونو کې دی چرته چې پاکستان تر ټولو زیات خپل مصنوعات برامد کوي.

ډاکټر معراجِ بيا وايي پاکستان تر ټولو زیات مصنوعات ددغو هېوادونو څخه درامد کوي.

دی زياتوي په بهرنيو هېوادونو کې میشت پاکستاني وګړي چې کومې پېسې پاکستان ته رالېږي نو په هغې کې هم د هغه پاکستاني وګړو برخه زياته ده څوک چې په امریکا او يورپ کې اوسېږي.

دی وايي بلخوا د بهرني امداد په څانګه کې هم د پاکستان دننه د امریکا غټه برخه ده.

وايي که په اوس وخت کې پاکستان وغواړي هم چې د امريکا پرځائ روس سره خپل راتلونکی وتړى نو دا به ډېره ګرانه وي ځكه چې امریکا د روس په نسبت د پاکستان اقتصاد او تجارت لپاره زيات ګټور دی.

شمېرې ښيي چې دا وخت د پاکستان او روس ترمنځ د دوه اړخیزه تجارت حجم 697 ميلېنه ډالره دی او پاکستان کې د روس قونصل جنرل په دې وروستیو کې ویلي وو چې دا حجم تېر کال 12 فيصدي نور هم کم شوی خو بلخوا په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود احمد خان وېلی چې په تېرو يوولسو مياشتو کې کال په کال د پاکستاني مصنوعاتو په برامداتو کې 22 سلنه اضافه شوې ده او ددې حجم تېر کال 5 بيلېنه ډالرو ته سېوا شوی.

اخوا د سياسي او نړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د عمران خان د روس په اړه دا وروستی بيان د نوموړي د هغه سياسي مفکورې لړۍ ده کومه چې هغه د واک نه لرې کول د امریکا د سازش سره تړي.

خورشید وايي د عمران خان دا بېان سياسي دی او له دې لارې دې پوځ او هغه سياسي خلک پرشا تمبول غواړي څوک چې د هېواد په سياست کې د وراني او وداني لاس لري.

هغه واي دده د بېانونو روس ته ګټه دا ده چې پاکستان ګنګس شي نو د مغرب او امریکا څخه به لږ پشا شي او عمران خان ته ېې دا فاېده چې هغه قوتونه کوم چې دده خلاف کارېږي نو هغوي به په فشار کې راشي او پر شا به شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG