لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: جرنلسټ عمران رياض د بغاوت په مقدمه کې نيول شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې د اټک ضلعې پوليسو جرنلسټ/ اېنکر پرسن عمران خان رياض خان نيولی دی، ويل شوي نوموړی د بغاوت او خلکو راپارولو د مقدمو په تور کې نيول شوی دی.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د پنجاب صوبې د قانون وزير ملک احمد خان د عمران رياض خان نيول تاييد کړي او ويلي يې دي د هغه پرضد په پنجاب صوبه کې مقدمې جوړې دي او په هغو مقدمو کې نيول شوی دی.

د راپورونو ترمخه عمران رياض اسلام اباد ته په لار وو او په اسلام اباد انټرچېنج د اټک ضلعې پوليسو تېره شپه ناوخته نيولی دی.

په ټولنيزو رسنيو د اټک په سټي تاڼه کې د نوموړي پرضد جوړې مقدمې اېف ايي ار خپور کړی شوی چې پکې ملک مريد عباس نومې تن تور لګولی عمران رياض خان نومې اېنکر پرسن د پاکستان د پوځ پرضد ژبه کارولې او د پوځ د سپکاوي هڅه يې کړې ده. هغه تور لګولی نوموړي اېنکر د پوځ نېک نامۍ ته تاوان اړولی او په دغه کار د هغه او هر پاکستاني جذباتو ته تکليف رسېدلی دی.

ياد پاکستانی اېنکر په داسې حال کې نيول شوی چې په څلورم جون يې په خپل يوټيوب چېنل يوه ويډيو خپره کړې او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاود باجوه ته په مخاطب کولو سره ويلي چې د پوځ چارواکي هغه ته نېغ په نېغه دهړکې ورکوي.

هغه ويلي، څنګه تورونه چې د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د حکومت په جوړېدو لګول کېده چې هغه اسټبلشمنټ جوړ کړی وو دغه شان تورونه په اوسني حکومت هم لګول کيږي او هغه په دغه اړوند خبره کوي ځکه ورته دهړکې ورکول کيږي.

د ډان وېب پاڼې ترمخه د نوموړي اېنکر پرسن وکیل ميا علي اشفاق ويلي، چې عمران رياض خان د اسلام اباد سره نزدې نيول شوی او د هغه پرضد په پنجاب صوبه کې د بغاوت 17 مقدمې درج دي.

هغه ويلي، د پوليسو پرضد د عدالت د سپکاوي کېس کوي.

ويل شوي له دې وړاندې عمران رياض خان د اسلام اباد هايکورټ څخه د نيولو نه وړاندې ضمانت ترلاسه کړی وو.

د ځايي ميډيا ترمخه اسلام اباد هايکورټ د نوموړي د ګرفتارولو په سر د اسلام اباد پوليسو مشر نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ غوښتی دی.

بل لور ته پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران رياض خان د نيولو غندنه کړې او د هغه د ګرفتارۍ پرضد يې نن د احتجاج کولو ویلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG